پاکستاني رسنۍ:د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې د عملیاتو پرمهال د داعش یو قوماندان وژل شوی

پاکستاني رسنیو د دغه هيواد د پوځ رسنیزې برخې له قوله لیکلي چې د داعش يو قوماندان یې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د خيبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې وژلی دی.

سرچینو نن یکشنبه د (سلواغې ۲۲مه) ویلي د داعش دغه قوماندان سورت ګل نومېده او په سیف الله پېښوري مشهور و.

د پاکستان پوځ رسنیو ته ويلي چې دغه قوماندان یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په نښه کړی او وژلی دی.

خو پوځ دا نه دي ويلي چې د داعش دغه قوماندان یې د خيبرپښتوخوا په کومه سیمه کې او کله وژلی.

پاکستاني رسنیو د ځینو پټو سرچینو له قوله لیکلي چې د داعش دغه قوماندان په ​​افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې په ننګرهار کې د داعش لوړپوړی قوماندان و.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستاني رسنۍ:د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې د عملیاتو پرمهال د داعش یو قوماندان وژل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*