پاکستان: بلوچستان کې بمي برید مرگ ژوبله اړولې ده

پاکستان: بلوچستان کې بمي برید مرگ ژوبله اړولې ده
پاکستان: بلوچستان کې بمي برید مرگ ژوبله اړولې ده

د پنجگور په بمي برید کې د یوه پاکستان سیاستوال په گډون لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي. په یو بل ځانمرگي برید کې ۲ تنه وژل شوي او په کراچۍ ښار کې هم وسله والو یو رینجر عسکر وژلی دی.

د بلوچستان په پنجگور ښار کې د دوشنبې په شپه یوه برید کې د یوه پاکستاني سیاستوال په گډون لږ تر لږه اووه تنه ووژل شول، په داسې حال کې چې په یوه بل ځانمرگي برید کې بیا دوه تنه وژل شوي دي. په کراچۍ کې هم د تالاشي پر یوې پوستې د وسله والو کسانو په برید کې د رینجر ځواکونو یو تن سرتیری وژل شوی دی.

دغه بریدونه په داسې وخت کې کیږي چې تیر کال په نومبر میاشت کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) له حکومت سره د جنگ بندۍ د ختمولو اعلان وکړ او تر هغې وروسته په ځانگړي توگه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ترهگریز فعالیتونه ډیر شوي دي.

د پنجگور د مرستیال کمیشنر په حواله افراطیانو د بالگتر اتحادیي شورا مشر اشتیاق یعقوب د په نښه کولو له پاره له لیري کنترولیدونکی بم ځای پر ځای کړی و.

کله چې یعقوب د واده له یوه محفل څخه بیرته ستنیده نو هغوي له ریموت کنترول سره بم ته چاودنه ورکړه. په دې پيښه کې د اشتیاق یعقوب په گډون په موټر کې موجود اووه تنه ووژل شول. اشتیاق یعقوب د بلوچستان د ولسي گوند پورې تعلق درلود.

د پولیسو مرستیال کمیشنر امجد سومرو وویل کله چې موټر د بالگتر سیمې چکر بازار ته ورسید نو بم والوزول شو. سومرو وویل چې وژل شوي کسان ټول د یعقوب خپلوان ول.

تر پيښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او د مجرمینو د پيدا کولو هڅې روانې دي. د اشتیاق یعقوب پلار یعقوب بالگتري او د هغه لس ملگري هم په همدې سیمه کې د ۲۰۱۴م کال په سپټمبر کې وژل شوي و. منع کړای شوي بلوچ لبریشن فرنټ (بي ایل اف) د هغې برید مسئولیت منلی و.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو په حواله د دوشنبې ورځې په برید کې هم کیدای شي هم دغه ډله لاس ولري.

ځانمرگي برید کې دوه تنه وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې په یوه بله پيښه کې یو میړه او ښځه یې وژل شوي. چارواکو ویلي چې د پاکستاني طالبانو پخواني مرکز کې یوه ځانمرگي بریدگر له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه چې په پایله کې ورته نږدې موجود یوه موټر کې یو سړی او یو میرمنه یې ووژل شول.

یوه سیمه ایز حکومتي چارواکي وویل چې دغه ځانمرگی برید د افغانستان پولې ته نږدې شمالي وزیرستان کې شوی. هغه ویلي چې د چاودنې پر مهال د بمونو د خنثی کولو یو ټيم د پيښې ځای ته نږدې موجود و، خو په برید کې ورته زیان نه دی اوښتی. هغه وویل: «مونږ شک لرو چې ځانمرگي بریدگر یا خو له غلطۍ نه او یا هم له وخت مخکې چاودنه کړې، خو له دې امله ورته نږدې یوه موټر کې یو تن او د هغې میرمنه ووژل شول.»

تر اوسه پورې د دې برید مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو شک کیږي چې د تحریک طالبان پاکستان له خوا به ترسره شوی وي، چې د تیر کال راهیسې یې پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه ډیر کړي دي.

په بلوچستان کی د تالاشۍ پر پوستې برید

د کراچۍ ښار یوه لوړپوړي پولیس افسر وویل چې پر لیاري چیک پوسټ د تالاشۍ پر مهال دوو وسله والو کسانو د رینجر ځواکونو یو سرتیر په دزو وویشته چې وروسته بیا هغه په روغتون کې سا ورکړه.

د تیرو څو میاشتو راهیسې په ټول پاکستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او د ترهگرو ډلو بریدونه بې له دې چې مخه یې ونیول شي جریان لري. د جولای په ۱۲ نیته په ژوب کې پر یوې پوځي پوستې د برید په پایله کې ۹ پوځیان ووژل شول او په ځوابي برید کې ۳ تنه افراطیان ووژل شول.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*