پاکستان رسنۍ: د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ټي ټي پي دوه مهم قوماندانان وژل شوي دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په مردان کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ټي ټي پي وسله والې ډلې دوه جګپوړی قوماندانان وژل شوي دي.
د رسنیو د معلوماتو له مخې د عملیاتو پر مهال په ډزو کې د پاکستاني پولیسو یو افسر هم وژل شوی او څلور پولیس ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو د سې شنبې ورځ د (کب اتمه) خبر خپور کړی چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پلټنې په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان حسن قادر یوسفزی چې په محسن قادر مشهور و او د هغه وراره عباس چې په عیسی مشهور و، وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه عملیات تېره شپه د ځايي وخت په درې بجې د خیبر پښتونخوا د مردان په کاټلنګ سیمه کې ترسره شوي چې په کې د ځايي پولیسو یو افسر هم وژل شوی او څلور پولیس ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله لیکلي چې د ټي ټي پي دغه قوماندان له دې وړاندې د پاکستان په پوځ کې دنده لرله چې په ۲۰۱۰ کال کې له ټي ټي پي وسله والې ډلې سره یو ځای شوی و.
سرچینو وړاندې ویلي چې نوموړی د بم جوړولو ماهر و او په سیمه کې یې په هدفي او د پولیسو په وژلو کې لاس درلود.
پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله زیاته کړې چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پیل کړي و چې غوښتل یې د ټي ټي پي دغه مهم قوماندانان ژوندي ونیسي خو د هغوی له مقاومت وروسته هغوی ووژل شول او تر څنګ یې پولیسو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان رسنۍ: د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ټي ټي پي دوه مهم قوماندانان وژل شوي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*