پاکستان: طالبان دې د تروریستانو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي، چې پر دغه هیواد باندې دې د افغانستان له خاورې د ترویستي بریدونو مخه ونیسی او په دې برخه کې دې خپل مسولیت ترسره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ورځ سپټمبر نهم (وږي ۱۸) تیره اونۍ د پاکستان او افغانستان سرحد سره نږدې چترال کې د پاکستان په امنیتي پوستو د تحریک طالبان پاکستان د ډلې بریدونو ته په اشارې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې په اړه یې خپلې اندیښنې طالبانو حکومت سره شریکې کړي دي.

میرمن بلوڅ وویل: “مونږ ددې وروستۍ پیښې په اړه خپلې اندیښنې د افغانستان منځ مهالې ادارې (طالبانو حکومت) چارواکو ته رسولي دي. زمونږ تمه داده، چې هغوی خپل مسوولیت ادا کړي او د پاکستان پر وړاندې د ترویستانو له خوا د تروریستي اقداماتو لپاره د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي”.

میرمن بلوڅ د سپټمبر په شپږمه د افغانستان سرحد سره نږدې د چترال په سیمه کې د پاکستان د پوځ په دوو امنیتي پوستو د برید په اړه چې مسوولیت یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی ډیر معلومات ورنکړل او ویې ویل، چې په دې مسله د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) له وړاندې معلومات شریک کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د تروریزم پدیدې له منځه وړلو ته ژمن دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د تورخم د سرحد د بندیدو په اړه د یو خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: “دا ټولې اندېښنې او پرمختګونه د سرحد د پرانیستلو او یا تړل کېدو سره تړلي دي”.

خو میرمن بلوڅ وویل، چې په دې مسله هم د طالبانو د حکومت سره خبرې روانې دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په خپله رسمي پاڼه لیکلي، چې ددغه سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د تورخم سرحد او اړونده موضوعاتو په اړه افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره د جمعې په ورځ کتلي او د سرحد د بندیدو له امله عامو خلکو او سوداګرو ته د رسیدلي زیان په باب یې ورسره خبرې کړي دي .

دغه سفارت ویلي: “ښاغلي شکیب وویل، د دروازې بندیدل د دواړو هیوادونو په زیان دی، او ټینکار یې وکړ چې د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره یاده دروازه پرانیزې، چې هلته بند مسافر او سوداګر ډېر په مشکل حالت کې دي. ښاغلي دراني وویل چې دوی هم په همدې فکر دی چې د دروازې تړلو سره دواړو غاړو ته عام خلک متضرره کیږي. نوموړي زیاته کړه چې له خپلو اړونده ادارو څخه يې د تورخم دروازې د ژر خلاصون غوښتنه کړیده.”

د سپټمبر په شپږم (وږي ۱۵) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحد کې د یوې نښتې وروسته دا سرحدي لار د هرډول تګ راتګ لپاره وتړل شوه، چې نن د شنبې په ورځ هم دا لار د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره تړل شوې پاتې شوې ده.

د ننګرهار ولایت د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه اعلامیه کې له خلکو غوښتي، چې د تورخم سرحد ته د تللو څخه دې ډډه وکړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي: “تورخم دروازه څلورمه ورځ هم د هر ډول (مسافرو او ترانزیټ) تګ_ راتګ پرمخ د پاکستان هېواد له لورې بنده ده، له ولس هیله کيږي، چې تورخم ته د سفر کولو کوشش ونه کړي”.

د تورخم په سرحدي سیمه کې ځینو سرچینو امریکا غږ ته وویل، چې د سرحد په دواړو خواو کې د طالبانو او پاکستان امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي او په مرچلو کې ناست دي.

دغو سرچینو وویل، چې د لارې د بندیدو له امله د سرحد دواړو خواو ته د سلګونو مسافرو سربیره په سبو او ترکارۍ او تازه میوو بار لارۍ بندې پاتې او د لارې د پرانیستلو انتظار وباسي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو د خبر له مخې د تورخم د سرحد هغې غاړې ته په بندو پاتې شویو افغانانو کې داسې کورنۍ هم شته، چې افغانستان ته د یو ماشوم د جسد د انتقالولو لپاره د تیرو دریو ورځو راهیسې د سرحد پرانیستلو ته شیبې شماري.

د چهارشنبې د ورځې د جګړې د پیښیدو په اړه یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې د طالبانو امنیتي ساتوونکو د تورخم سرحد سره نږدې د قاچاقي مالونو د لیږد د یوې لارې په سر کې چې د قچرو په لار یې شهرت موندلی دی د یوې امنیتي پوستې د جوړولو هڅه کوله، چې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا یې مخالفت وشو او په دغه سیمه کې د دواړو خواو ترمنځ د جګړې سبب شو.

تراوسه نه پاکستان او نه هم د طالبانو حکومت په دغو نښتو کې د سر د پیښ شوي زیان په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو په سیمه کې سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې د چهارشنبې د ورځې په نښتو کې دواړو خواو ته تلفات رسیدلي دي.

دغو سرچینو وویل، چې په دغو نښتو کې دوه طالب ساتوونکي وژل شوي او تر ۱۲ پورې ملکي کسان ټپیان شوي دي.

خو د طالبانو د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله د باختر خبري اژانس چې د طالبانو له خوا اداره کیږي ویلي چې په دغه جګړه کې یوازې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د پاکستان حکومت تراوسه تورخم کې د جګړې د پیلیدو د علت په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت په چترال کې په پاکستاني امنیتي پوستو په برید کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د دغه هیواد لنډ مهالې حکومت د بهرنیو چارو د وزیر جلیل عباس جیلاني له خولې ویلي، چې د چترال په برید کې د طالبانو حکومت لاس نلري.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې د جمعې د ورځې خبري کنفرانس ته وویل، چې پاکستان په افغانستان کې د امریکا او ناتو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسله د شتون په اړه اندیښنې لري.

میرمن بلوڅ وویل: “مونږ په افغانستان کې دا اندېښنې هم لرو چې هلته په زیاته کچه موجوده وسله اوس د ځينو ترهګرو ډلو لاسو ته رسېدلې ده، چې د پاکستان لپاره یو دوامداره خطردی”.

میرمن بلوڅ زياته کړه:”په چا تور نه لګوو خو دغه حالات نړيواله پاملرنې ته اړتیا لري. مونږ تمه لرو ټولې ښکیلې غاړې به خپل مسوولیتونه وپیژني”.

له دې وړاندې د پاکستان د لنډ مهالې حکومت صدراعظم انوار الحق کاکړ هم ویلي وو، چې له افغانستان څخه په بیره د امریکايي او نړيوالو ځواکونو د وتلو له امله په دغه هیواد کې په ډیره زیاته کچه وسلې او پوځي تجهیزات پاتې شوي دي.

ښاغلي کاګړ ويلي وو “دغو وسلو په لوړه کچه په سیمه کې د ترهګرو او د غیرقانوني ډلو د جګړې وړتیا زیاته کړې ده. مخکې دوی د بریدونو لږه وړتیا لرله”.

خو د چهارشنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت ادارې ویاند جان کربي وویل، چې امریکايي پوځونو د افغانستان څخه د وتلو پرمهال داسې کومه وسله نه وه پرېښې چې هغه د تحريک طالبان پاکستان لاسونو ته ورغلې وي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان: طالبان دې د تروریستانو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو مخه ونیسي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*