پاکستان پوځ: ‘ګاونډي هیواد کې’ د ټي ټي پي پناه ځایونه او عصري وسلو ته لاس رسی د اندیښې وړدي

د پاکستان پوځ یو ځل بیا په یو’ ګاونډي هیواد کې’ د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو، ازاد فعالیت او عصري وسلو ته ددغې ډلې د وسله والو په لاس رسي باندې اندیښنه ښودلې او د پاکستان د امنیت لپاره یې ګواښ بللی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) د دغه پوځ د قول اردو د قومندانانو د ۲۶۱ دوه ورځينۍ غونډې په پای کې د پنجشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر۲۸(مرغومې اوومه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې پرته له دې چې د هیواد نوم واخلي په یو ‘ګاونډي هیواد’ کې د ټي ټي پي په فعالیتونو ژوره اندیښنه ښودلې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:” د کنفرانس ګډونوالو په ګاونډي هیواد کې د ټي ټي پي د منع شوې ډلې او نورو تروریستي ډلو د پناه ځایونواو هلته په ازاد ډول د اقداماتو ترسره کیدلو او نوو وسلو ته د هغوی لاس رسی د پاکستان امنیت لپاره ګواښ ګڼلی او ورباندې یې اندیښنه ښودلې ده.”

دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت لوړ پوړې چارواکي په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د ډلې د پټنځایونو او له دغه هیواد څخه په پاکستان کې د تروریستي بریدونو لپاره د کار اخیستلو او عصري وسلو ته د دغې ډلې د وسله والو په لاس رسي باندې اندیښنه ښيي.

ددې دمخه هم د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ او ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د ځواکونو د وتلو وروسته په دغه هیواد کې پاتې شوې عصري وسلې د تحریک طالبان پاکستان ډلې وسله والو لاس ته لویدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د ډسمبر ۲۱(لیندۍ ۳۰) اسلام اباد کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال وویل چې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې وسله والو سره د عصري وسلو شتون او استعمال څخه د رامخ ته شوي ګواښ د مخنیوی لپاره د نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا ده.

خو د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا په کلکه ردې شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د میرمن بلوڅ د څرګندونو یوه ورځ وړاندې د دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۸) دا ډول ادعاوې د ” ټوکو وړ” وبللې چې وایي د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال وسلې او پوځي تجهیزات پریښي دي چې اوس د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ښاغلي کربي ټینګار وکړ، دا ادعاوې چې ګواکې امریکا په افغانستان کې د وسلو زېرمې پرېښودې، ناسمې دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د پوځ له خوا خپره شوې اعلامیې ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو دغه حکومت دمخه دغسې ورته ادعاوې ردې کړې وې او ویلي و، چې طالبانو ته په لاس ورغلې وسلې په خوندي ځایونو کې ساتل کیږي.

په عین وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۸( مرغومې اوومه) اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت کې خبریالانو ته وویل چې د یو سوله ییز، هوسا او باثباته افغانستان د لیدلو لپاره خپله لیوالتیا په پرله پسې ډول څرګنده کړې ده، ترڅو افغانستان په سیمه کې د سوداګرۍ او انرژۍ د اتصال په برخو کې سر راپورته کړي.

میرمن بلوڅ وویل چې پاکستان د افغانستان د وضعیت په اړه د سمیه ییزو نږدې تماسونو څخه په کلکه ملاتړ کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې حکومت یې د طالبانو له مقاماتو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد د مدیریت او امنیتي مسلو په په سر خبرو بوخت دی.

میرمن بلوڅ وویل:” همداشان [پاکستان] د افغانستان سره ډیالوګ او بوختیا ته ژمن دی دا دواړه هیوادونه د همکاریو د لارو چارو په ځانګړي ډول په اقتصادي ډګر کې موندلو ته دوام ورکوي. مونږ همداشان د افغان مقاماتو( طالبانو) سره د امنیت او سرحد د مدیریت په اړوند مسلو په خبرو لګیا یو”.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې د ورځې په اعلامیه کې ویلي چې د هغو تروریستي ډلو پر خلاف به د قوي څخه کار واخلي چې د پاکستان دښمنو قوتونو لپاره ددغه هیواد بې ثباته کولو هڅې کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان پوځ: ‘ګاونډي هیواد کې’ د ټي ټي پي پناه ځایونه او عصري وسلو ته لاس رسی د اندیښې وړدي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*