پاکستان کې سيلابونه؛ کابو سل زره کسان تخلیه شوي

پاکستان کې سيلابونه؛ کابو سل زره کسان تخلیه شوي
پاکستان کې سيلابونه؛ کابو سل زره کسان تخلیه شوي

د پاکستان د بېړنیو خدماتو ادارې د چهارشنبې په ورځ وويل چې د پنجاب ایالت له سيلاب ځپلو کليو څخه کابو ۱۰۰زره کسان تخلیه شوي دي. چارواکي وايي سيلابونو په سلونو کلي او په زرهاو جرېبه کرهڼيزې ځمکې لاندې کړي دي.

رپوټونه وايي د يکشنبې په ورځ د پاکستان په ستلج سيند کې د اوبو سطحې تر لوړېدو وروسته، د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې په سلونو کلي او په زرونو کرل شوې ځمکې تر اوبو لاندې شوې.

د پاکستان د بېړنیو خدماتو اداره دا وخت له سيلاب ځپلو سیمو څخه لوړو ځایونو ته د ځايي اوسیدونکو او څارويو پر رایستلو کار کوي.

د پنجاب د بېړنیو خدماتو ادارې ویاند، فاروق احمد، فرانس پرس ته وویل: «موږ یو لک کسان ژغورلي او هغوی مو امن ځایونو ته انتقال کړي دي.»

د کاشف محمود په نوم یو ۲۹ کلن ځايي اوسیدونکي وويل: «سيلابونه څو ورځې مخکې راغلل او زموږ ټول کورونه ېې ډوب کړل. موږ ټوله لار تر دې ځایه له ډېرو سختیو سره په پښو مزل کړی دی.»

د پنجاب والي، محسن نقوي، ادعا وکړه چې موسمي ورښتونو په ګاونډ کې هندي چارواکي وهڅول چې خپلې د اوبو اضافي زېرمې ستلج سيند ته خوشي کړي چې دا کار د سرحد پاکستان لور ته د سيلابونو د راوتلو سبب شو.

په رپوټ کې ويل شوي چې هندي چارواکو په سملاسي توګه په دې هکله څه نه دي ويلي. د پاکستان د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په راتلونکو ورځو کې د موسمي ورښتونو اټکل کړی دی چې کېدای شي سخت سيلابونه له ځانه سره ولري.

په پاکستان کې موسمي سيلابونه د جون میاشتې په آخرو کې پیل شوي. له هغه وخت راهيسي له ورښتونو سره په تړاو پېښو کې تر ۱۷۵ ډېر کسان مړه شوي دي. د بېړنیو خدماتو ادارې پر اساس، ډېر دغه کسان د برېښنا د شارټیو او یا هم د کورونو د نړېدو په پېښو کې مړه شوي دي.

په پنجاب کې وروستي سيلابونه په داسې وخت کې راغلي چې پاکستان لا د تېر کال ويجاړونکو سيلابونو سره له مبارزې نه دی خلاص شوی. د تېرکال سيلابونو د پاکستان نژدې یوه پر درېمه برخه او څه باندې ۳۳ ميلیونه وکړي اغیزمن کړل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کې سيلابونه؛ کابو سل زره کسان تخلیه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*