پخواني پوځیان نړیوالې ټولنې ته: مونږ یوازې مه پریږدئ

د پخوانیو افغان پوځیانو څخه د ملاتړ کمیټه چې په کې د تیر حکومت امنیتي منسوبین شامل دي د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو او ددغه هیواد د کانګرس څخه غوښتي چې دغه پخواني پوځیان دې یوازې نه پریږدي او د هغوی د پناه اخیستلو په برخه کې دې اسانتیاوې راولي.

دغې کمیټې د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ څلورم (سلواغې ۱۵) په یوه اعلامیه کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې له خوا د پخواني افغان پوځیانو د وضعیت د ارزولو په اړه وروستۍ غونډې ته په کتنې ویلي چې پخواني افغان پوځیان ډیرې پاملرنې ته اړتیا لري.

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې د جنورۍ په ۳۱ (سلواغې ۱۱) د طالبانو له خوا د پخوانیو افغان پوځیانو د وژلو او شکنجه کولو د دوام اړوند مسلو باندې د امریکا د پخوانیو پوځیانو په ګډون په یوه غونډه کې خبرې کړې وې.

د راپورونو له مخې ددغې غونډې کډونوالو د طالبانو له خوا د پخوانیو افغان پوځیانو او د هغوی د کورنیو د نیولو، وژلو او شکنجه کولو په تړاو پر کیسو ژوره اندیښنه ښودلې وه او ویلي و چې د امریکا متحده ایالات باید د خپلو پخوانیو متحدینو څخه ملاتړ وکړي.

د پخوانیو افغان پوځیانو څخه د ملاتړ کمیټې ویلي: “د پخوانیو افغان پوځیانو او د هغوی د کورنیو د غړو د تعقیب، نیولو، شکنجه کولو، توهین، سپکاوی او وژلو دوام ته په پاملرنې، اړتیا ده ترڅو پر طالبانو بلندې نړیوال فشارونه زیات شي او د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس ددغه هیواد پر حکومت باندې فشار راولي ترڅو په واک کې د طالبانو د ساتلو څخه لاس واخلي او د پخوانیو پوځیانو د نیولو، شکنجه کولو، توهین، سپکاوی او وژلو پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي”.

همداشان دغې کمیټې د خپلو پخوانیو متحدینو څخه غوښتي چې پخوانیو افغان ښځینه پوځیانو ته دې بشرپاله ویزې ورکړي.

دغې کمیټې ویلي چې په تیرو دوو لسیزو کې پخواني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په لومړی کرښه کې ولاړ وو، خو دا پوځیان واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته ددغې ډلې تر حاکمیت لاندې درنه بیه پرې کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو د غچ اخیستلو د اقداماتو له امله ډیرو پخوانيو افغان پوځیانو ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه کړې ده.

ډغې کمیټې ویلي: “دغه پوځیان… په ډیر بد اقتصادي وضعیت کې او په ایران، پاکستان او د افغانستان په دننه کې د نیولو د ګواښ سره مخ دي او د یوې بشپړې ناڅرګندې راتلونکې څخه کړیږي”.

همداشان دغې کمیټې د ملګروملتونو، د سره صلیب د نړیوالې کمیټې، بشري حقونو سازمانونواو نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د طالبانو ترکنټرول لاندې زندانونو په ځانګړي ډول ددغې ډلې د استخباراتو له زندانونو څخه خپله څارنه زیاته کړي او په بند کې د پرتو زرګونو پخوانیو پوځیانو د خلاصیدو امکانات برابر کړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د ۳۰۰ زرو پخوانیو پوځیانو تخلیه اسان کار نه دی او د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو غوښتل شوي چې د افغانستان لانجې ته یو بنیادي حل لاره وسنجوي او د طالبانو د حکومت پرځای یو مشروع دیموکراتیک حکومت جوړیدو ته لاره هواره کړي.

دغو پخوانیو پوځیانو افغانستان کې د پخواني رژيم پوخیانو ته د پیښو ګواښونو په اړه دا علامیه په داسې حال کې خپره کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر د جنورۍ په ۲۲ (سلواغې دوییم) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي وو چې په دغه هیواد کې وژنې، په خپلسر د خلکو نیول او بندیانول دوام لري.

یوناما په دې راپور کې ویلي چې د طالبانو د مشر د عمومي عفوې په پلي کولو باندې د دغې ډلې د چارواکو د ټینګار سره سره د غیرقانوني وژنو، خپلسر نیولو او بندیانولو، شکنجې اود پخواني رژیم د پوځیانو سره د طالبانو د چارواکو د ناسم چلند په اړه یې ځینې موارد ثبت کړي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما راپور د ردولو پرمهال ویلي و چې د طالبانو د مشر د عفوې فرمان په بشپړ ډول تطبیق کیږي او که چیرې کومه پیښه شوې هم وي هغه به د شخصي تربګنۍ له مخې شوي وي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پخواني پوځیان نړیوالې ټولنې ته: مونږ یوازې مه پریږدئ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*