پر سپین بولدک د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې جبري کېدل؛ پرلت لا هم دوام

په چمن کې د سپین بولدک پر لار د تلو راتلو لپاره د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت لا هم دوام لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي پرلت کوونکو یوې غونډې ته په خبرو کې د پاکستان پر لنډمهالي حکومت غږ کړی څو په دغه پرېکړه بیا کتنه وکړي.

محمود خان اڅکزي زیاته کړې چې د پاکستان حکومت دې نور د چمن پر اوسېدونکو خپل زور نه آزمایي.

اڅکزي وویل: « موږ مه مجبوروئ کنه تاسو به هم بیا چمن له پاسپورټ سره راځئ.»

چمن کې د پاکستان سرپرست حکومت له لوري د سپین بولدک پر لار د تګ را تګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د الزمي کېدو په غبرګون کې له پیل شوي پرلته څه باندې څلور میاشتې تیریږي.

د پرلت ځینې ګډونوال بیا وایي پاکستانی حکومت د چمن د خلکو اقتصادي کمزوري کولو او د قومونو تر منځ د نفاق اچولو لپاره هڅې کوي. 

د چمن پرلت غړي، پهلوان وویل: « موږ د کاروبار او سوداګرۍ خلک یو. موږ سره له زوره کار مه اخلئ کنه دغه دروازه به بیا په اټک کې وي.»

د پرلت ځینې غړي بیا وایي په دې وروستیو کې د سپین بولدک پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو ستونزې د حل لپاره یې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي او د ستونزې د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پر سپین بولدک د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې جبري کېدل؛ پرلت لا هم دوام"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*