په آلمان او رومانیا کي امنیتي ځواکونو د یوې نړیوالي قاچاقبري شبکې پر ضد عملیات کړي.

په آلمان او رومانیا کي امنیتي ځواکونو د یوې نړیوالي قاچاقبري شبکې پر ضد عملیات کړي.
په آلمان او رومانیا کي امنیتي ځواکونو د یوې نړیوالي قاچاقبري شبکې پر ضد عملیات کړي.

په آلمان او رومانیا کي امنیتي ځواکونو د یوې نړیوالي قاچاقبري شبکې پر ضد عملیات کړي. ویل کیږي چی هغوی ترکي اوسوریايي اتباع له ترکیې څخه اروپايي ټولني ته انتقال کړي دي.

د نړیوالو عملیاتو په ترڅ کي پلټونکو د قاچاقچیانو د یوې شکمني شبکې پرضد اقدام کړی چي ویل کیږي څه د پاسه ۵۶۰ انسانان یې په لاریو کي په غیرقانوني ډول جرمني ته انتقال کړي دي. لکه څنگه چی آلماني پولیسو خبر ورکړی دی شپږ شکمن کسان نیول سوي دي. یو په آلمان، ۴ په رومانیا او یو په بلغاریا کي.

د آلمان د پولیسو په حواله دا د جرمني، رومانیا، بلغاریا او صربستان د پلټونکو گډ عملیات ول. همدارنگه د اتریش او اروپايي ټولني پولیسو، یوروپول هم په هغو کي برخه اخیستې وه. دغه پلټني پس له هغه پیل سوې، کله چي ترکي او سوریايي اتباع له اتریش، چک جمهوریت او پولنډ سره د آلمان په  سرحد کي ونیول سول.

آلمان ته په قاچاقي ډول د ترکانو او سوریایانو انتقال

پر تورنو کسانو شک کیږي چي ترکي او سوریايي اتباع یې له ترکیې څخه رومانيا او بیا آلمان ته په قاچاقي ډول انتقال کړي دي. ویل کیږي چي له رومانيا څخه آلمان ته د انتقال پر وخت هغوی نوموړي مهاجر (تر غیرانساني شرایطو لاندي) په یوې لارۍ کي پټ کړي ول. دغه مهاجر مجبور وه هلته څو ورځي تیري کړي.

له رومانيا څخه د انتقال پر وخت، قاچاقبرانو له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ یورو ترلاسه کړي دي. اروپايي ټولني ته له ترکیې څخه دغه ډول سفر په مجموعي ډول ۱۰ زره یورو کیږي. له کلونو راهیسي د دغه ډول پلټنو په نتیجه کي چارواکو تراوسه پوري د مهاجرو د انتقال ۹۳ پیښې ثبت کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ د پلټنو پر وخت د جرمني په ایسن کي یو ۳۸ کلن سوریايي ونیول سو. نوري پلټني د براندنبورگ په نوین، د بایرن په ریگنسبورگ او همدارنگه د رومانیا په ښار تیمیسوار کي ترسره سوې.

په آلمان کی دغوعملیاتو کي ۲۰۰ پولیسو گډون درلود

آلماني پولیسو همدارنگه خبر ورکړی دی چي د دغو عملیاتو په ترڅ کي موټران، موبایلونه، نقدي پیسې او نور شواهد هم ضبط سوي دي. په مجموعي ډول په آلمان او رومانیا کي څه ناڅه ۲۰۰ امنیتي چاروکي په عملیاتو بوخت ول. د ۲۰۲۲م کال په جولای مياشت کي د صربستان پولیسو د یوې پلټني په چوکاټ کي یو شکمن قاچاقبر نیولی وو.

په دسمبر مياشت کي د آلمانانو، صربیانو او رومانیایانو په گډون د پلټنی یوه نړیواله ډله جوړه سوه. علاوه پر دې په نوموړې قضیه کي آلماني پولیسو د اتریش او یوروپول سره هم په گډه کار وکړ.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په آلمان او رومانیا کي امنیتي ځواکونو د یوې نړیوالي قاچاقبري شبکې پر ضد عملیات کړي."

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*