په اروپا کې د ګرمۍ له کبله تر ۶۰ زره زيات انسانان مړه شوي

په اروپا کې د ګرمۍ له کبله تر ۶۰ زره زيات انسانان مړه شوي
په اروپا کې د ګرمۍ له کبله تر ۶۰ زره زيات انسانان مړه شوي

په اروپا کې تر ټولو تاوده دوبي کې د ریکارډونو له پیل راهیسې، یوازې په آلمان کې د تودوخې د لوړې کچې له امله نږدې ۸۲۰۰ کسان مړه شوي دي. ساینس پوهان د مخنیوي پلانونو غوښتنه کوي.

کار پوهان وړاندوینه کوي، که چیرې مناسب حافظتي تدابیر نه وي، نو له ۲۰۳۰م څخه وروسته به هر کال د تودې هوا له کبله په منځني ډول ۶۸ زره انسانان ومري. د فرانسې د دولتي روغتیا څیړنیز انستیتیوت انسرم او د هسپانوي انستیتیوت ايسگلوبال له خوا د تر سره شوي څېړنې له مخې، تر ۲۰۴۰م کاله پورې به د قربانیانو شمیر له ۹۴ زره څخه پورته شي.

پخوا په ۲۰۰۳م کال کې د تودوخې له کبله د مړو شويو انسانانو شمير زيات وو. د اټکل له مخې تیر کال په اروپا کې د تودې څپې له امله شاوخوا ۷۰ زره کسان مړه شول. په هر حال، د ارقامو پرتله کول ستونزمن دي، ځکه چې دوی د ورته میتودونو په کارولو سره نه دي راټول شوي.

د تیر دوبې د تودوخې څپې له پخوا څخه لا پورته کچې ته ورسیدي او په ځنگلونو کي د اورلگيدلو او وچکالۍ لامل شوي. د څېړنې له مخې، فرانسې د ۱۹۹۱ او د ۲۰۲۰ کلونو په پرتله تېر دوبې د منځنۍ تودوخې تر ټولو لوړه درجه ۲،۴۳درجې سانتي ګراد ثبت کړې ده، ورپسې سویس د ۲،۳ او ایټالیا د سانتي گراد ۲،۲۸ درجې تودوخه ثبت کړې ده.

د دویسببورگ ښار،په آلمان کې تودوخه
د دویسببورگ ښار،په آلمان کې تودوخه

د گرمۍ له کبله په ایټالیا، هسپانيا او جرمني کې مړیني

کله چې د تودې هوا له کبله د مړینې خبره راځي، په ایټالیا کې د قرباني شویو شمير شاوخوا  ۱۸۰۱۰ ته رسیږي او تر ټولو زيات شمير دی. ورپسې په هسپانيا کې د مړو شویو کسانو شمير ۱۱۳۲۴ ته رسیږي.

د اروپا تر ټولو ډير نفوس لرونکی هیواد آلمان، د تودې هوا له کبله د ۸۱۷۳ مړو شويو شمير سره دریم ځای لري. ورپسې په فرانسه کې د ۲۰۲۲م کال په دوبې کې د ګرمۍ وهلو له کبله د مړو شويو کسانو شمير ۴۸۰۷ دی.

د څېړنې له پاره، انستیتیوټ د تودې هوا د اغيز په اړه په ۳۵ هیوادونو کې له ۸۰۰ څخه زیاتو سیمو څخه ډاټاوي ارزولې دي. په دې کې په ټولیزه توگه له ۵۴۰ ميلیون څخه ډیر خلک شامل دي. اروپا هغه براعظم دی چې د نړۍ د اقلیم بدلون په پایله کې د تودوخې خورا ځواکمن زیاتوالی لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په اروپا کې د ګرمۍ له کبله تر ۶۰ زره زيات انسانان مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*