په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۷ تنه مړه شوي

آرشیف: په کابل کي د یوه روغتون پر کټ د پروت ناروغ انځور
آرشیف: په کابل کي د یوه روغتون پر کټ د پروت ناروغ انځور

یواځې تېره اوونۍ په افغانستان کې ۹۱ کسان د کانګو په ناروغۍ اخته شوي دي. د طالب چارواکو په وینا تر دمګړۍ د یادې وژونکي ناروغۍ له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، کانګو داسې یوه ناروغۍ ده چې انسان ته د څاريو د کنې يا وریزي د چیچلو، له وینې او د مړو څارویو سره د تماس له امله رامینځ ته کیږي.

تبه، د بدن درد، خوابدی، اسهال، داخلي او بهرنۍ خونریزي، د غاړې او د سترګو درد او رڼا ته حساسیت د کانګو ناروغۍ اصلي نښې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرف زمان دویچه ویله ته وویل: »په ټولیزه توګه د کانګو ۱۰۶ مثبتې پېښې ثبت او د دغې ناروغۍ له امله ۷ تنه مړه شوي دي.«

یواځي د همدې اونۍ په ترڅ کې په ګانګو ۹۱ کسان اخته او څلورو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

په کابل کې د انتاني ناروغیو روغتون د کانګو په ګډون د ساري ناروغیو یوازځنی مرکز دی، چې هره ورځ ګڼ شمېر ناروغان ورځي.

د کابل د انتاني روغتون چارواکي وايي، په کانګو ناروغۍ اخته کسان  تر ډیره قصابان، بزګران او اشپزان دي.

څرنګه چې د کانګو د اخته کیدو یو احتمال حیواني کنه يا وریز، د وینې یا د څارویو د مړو سره اړیکه ده، قصابان د ناروغۍ په لومړۍ کټګورۍ کې دي.

د دغه روغتون مسوول ډاکټر فریدالله عمري دویچه ویله ته وویل: »یواځې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په دې روغتون کې ۷ مړینې ثبت شوي او دا شمېره لا هم مخ په زیاتېدو دی.«

هغه زیاته کړه، که په افغانستان کې د کانګو د ناروغانو شمېر د زیاتېدو د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر ونه نیول شي، دا شمېره به له لوی اختر وروسته، چې له یوې میاشتې کمه موده ورته پاتې ده، لا ډېر شي.

یو شمیر د کانګو ناروغان چې د کابل د ساري ناروغیو په روغتون کې بستري شوي او تر درملنې لاندې دي، د خپل روغتیايي وضعیت او په دې ناروغۍ د اخته کیدو څرنګوالی تشریح کوي.

عبدالستار د کندز ولایت اوسېدونکي دویچه ویله ته وویل: «زه د غواګانو او پسونو د پېر او پلور کاروبار لرم، لس ورځې وړاندې د کار پر مهال د کنې  سره د تماس له امله را ته دا ناروغۍ پیدا شوه. لومړی مې تبه درلودله، وروسته مي وجود درد کاوه او بیا مې آند تر پوزې وینه راغله.»

دغه راز د لغمان ولايت يوه اوسېدونکي وحدت الله هم دويچه ويله ته وويل، چې په دې ناروغۍ د ماسک او دستکشو په څېر د خونديتوب د وسايلو د نه کارونې له امله اخته شوى دى:  هغه وویل: »زه قصاب يم، له بده مرغه دا ناروغۍ مې د څارويو د حلالولو پر مهال اخیستې ده. په لومړي سر کې مې د خارښ احساس وکړ بیا تبه، سر درد، اسهال او د وینې بهیدو سره مخ شوم. اوس تر درملنې لاندې یم هیله لرم چې ژر به روغ شم.«

د کانګو ناروغي چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې د اوکراین د کریمیا په ښار کې ثبت شوه،  د ویني بهيدونکې ناروغۍ په نوم ونومول شوه او بیا په ۱۹۶۹ کال کې معلومه شوه چې د دې ناروغۍ نښې په ۱۹۵۶ کال کې د کانګو په جمهوریت کې هم ثبت شوې وې.

باید وویل شې چې د لوی اختر په را رسیدو سره په افغانستان کې د کانګو ناروغانو د شمیر د زیاتیدو په اړه روغتیايي کارکوونکي اندیښمن دي.

هغوې سپارښتنه کوي چې د څارویو د حلالولو پر مهال له دستکشو، ماسکونو او اوږدو جامو څخه کار واخیستل شې ترڅو انسانان د کانګو ناروغۍ له خطر څخه ځانونه وژغوري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ له امله ۷ تنه مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*