په امريکا کې د مصنوعي غوښې د پلورلو اجازه ورکړل شوې

آرشيف انځور: مصنوعي غوښه
آرشيف انځور: مصنوعي غوښه

د امريکا دوو شرکتونو په لومړي ځل په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې د خرڅلاو اجازه ترلاسه کړې ده. دا په دې معنا ده چې ډېر ژر به دا په اصطلاح «کرل شوې غوښه» په ځانګړو رستورانتونو کې مشتريانو ته هم وړاندې شي.

د امريکا متحده ایالاتو د کرهنې وزارت د چهار شنبې په ورځ د دغه هېواد په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې د پلور اجازه ورکړې ده.

د «اپ سايډ فوډز» او «ګډ ميټ» په نوم دا شرکتونه هغه لومړي شرکتونه دي چې په اصطلاح د مصنوعي غوښې د خرڅلولو اجازه یې ترلاسه کړې ده.

په دې ترتيب امريکا تر سنګاپور وروسته دويم هېواد دی چې په اصطلاح د «کرل شوې غوښې» پلور ته پکې اجازه ورکول کیږي.

د «اپ سايډ فوډ» شرکت مشر او بنسټ ايښوونکي اوما واليټي، وویل چې دا جواز د «يوه خوب په حقيقت» بدليدو په معنا دی او دا «د يوه نوي عصر د پېليدو نښه ده.» 

واليټي زياته کړې: «د دې غوښې د پلور اجازه به په اصل کې دې ته تغير ورکړي چې غوښه څرنګه زموږ دسترخوان ته را رسيږي. دا د يوه ډېر پايداره راتلونکي پر لور زموږ لومړی ستر ګام دی.»

په لابراتوار کې توليد شوې غوښه څه شی دی؟

په دودیز ډول د ترلاسه شوې غوښې برعکس د لابراتوار دا غوښه په مصنوعي توګه جوړویږي. په دې کې په اصل کې همدا د ژويو پروټين شامل وي، خو د دودیزې غوښې برعکس په دې پروسه کې څاروي نه ذبح کيږي.

په لابراتوار کې د دې ډول غوښې د جوړولو له پاره له يوه ژوندي څاروي يا  له القاح شويو [Fertilized] حجرو څخه حجرې اخيستل کيږي او بيا سره يوځای کیږي. تر دې وروسته دا حجرې د فولادونو په ټانکونو کې په اصطلاح کرل کيږي او د دې پروسې په ترڅ کې هماغه دول غذايي توکي ورکول کيږي لکه ژوي چې یې خوري. تر دې وروسته دې غوښې ته د ټوټو شکل ورکول کیږي.

د امريکا حکومت که څه هم چې په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې د پلور اجازه ورکړې ده خو دا چې د جوړولو لګښت ډېر دی نو عادي امريکايانو به ورته په سملاسي توګه لاس رسی ونه لري.
د امريکا حکومت که څه هم چې په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې د پلور اجازه ورکړې ده خو دا چې د جوړولو لګښت ډېر دی نو عادي امريکايانو به ورته په سملاسي توګه لاس رسی ونه لري.

په ۲۰۲۰م کال کې د سنګاپور د «جسټ ايټ» په نوم شرکت ته هم په مصنوعي توګه د توليد شوې غوښې د پلور اجازه ورکړل شوې وه.

دا غوښه به چېرته پلورل کيږي؟

د امريکا حکومت که څه هم چې په لابراتوار کې د جوړې شوې غوښې د پلور اجازه ورکړې ده خو دا چې د جوړولو لګښت ډېر دی نو عادي امريکايانو به ورته په سملاسي توګه لاس رسی ونه لري.

په دې ترڅ کې يوه ډېر معتبر رستورانت د دې ډول غوښې د پلور له پاره قرارادونه کړي دي.

د «اپ سايډ فوډ» شرکت وايي چې لومړی فرمایش یې په سان فرانسسکو کې د بار کرين په نوم رستورانت د مشهور آشپز دومينک کرين له خوا ترلاسه کړی وو او غوښه یې هلته پخه شوې وه. د «ګډ ميټ» شرکت له خوا جوړه شوې غوښه په لومړي ځل په مشهور آشپز جوز ايندریس پلورل شوې وه.

آيا په لابراتوار کې توليد شوې غوښه چاپيريال دوسته ده؟

د مصنوعي غوښې صنعت د چاپیريالي نقطه نظره هم ستايل شوی دی. د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهنې د ادارې د شمیرو په حواله په ټوله نړۍ کې د ګلخانه يي ګازونو د افرازاتو ۱۴،۵ سلنه برخه د څارويو له محصولاتو څخه ده.

له همدې کبله په لابراتوار کې جوړه شوې غوښه د چاپيريال دوسته بديل په توګه وړاندې کيږي.

خو تېره میاشت د کليفورنيا پوهنتون له خوا په خپرې شوې يوه څېړنې کې ويل شوي دي چې دا په اصطلاح نوې غوښه هم دومره چاپيريال دوسته نه ده لکه په اړه چې یې فکر کیږي.

د څېړنې په حواله په لابراتوار کې د غوښې د توليد له پاره چې په ټولو پړاونو کې څومره انرژي مصرفيږي او له دې څخه چې څومره ګلخانه يي ګازونه افرازيږي، هغه د دودیزې غوښې د چمتو کولو په پرتله څو برابره ډېر دي. زياته شوې چې په ځانګړي توګه په لابراتوار کې د غوايي د غوښې پر جوړولو دا خبره سل په سلو کې صدق کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په امريکا کې د مصنوعي غوښې د پلورلو اجازه ورکړل شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*