په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې کورونه جوړیږي

2
1

د ایټالیا یو بنسټ په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې ۱۰۰ کورونه جوړوي.

د ايټاليا وينټو بنسټ رییس اني بالي او د ايټاليا د فلورانس پوهنتون ریيس لوډا د باميان له والي سره په کتنه کې د دغه ولايت اړمنو، بې کوره او د سمڅو اوسېدونکیو ته د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو پر ارزښت د استوګنې د ۱۰۰ کورونو د جوړولو اعلان وکړ.

په دې کتنه کې د ایټالیا وینټو بنسټ رییس اني بالي د بامیان ولایت مقام له پاملرنې او همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ په بامیان کې د دغه بنسټ د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي زياته کړې، چې د استوګنې د ۱۰۰ کورونو د جوړولو د پروژې تر څنګ د باميان ولایت د مرکز په زرګران ښارګوټي کې له پلان سره سم د ښار دننه د سیلاب د مخنیوي کانال، لښتي، سړکونه او کوڅې هم پر معیاري ډول جوړې او چمتو شي.

د باميان والي عبدالله سرحدي په باميان ولايت کې د امنيت خوندي کولو تر څنګ ويلي، چې په باميان ولايت کې د ملي او نړيوالو بنسټونو له‌خوا د پرمختيايي او بېخببنايي پروژو په پلي کې همکاري کوي.

د باميان والي زياته کړې، چې د استوګنې د کورونو جوړولو او د زرګران ښارګوټي د ښه‌والي د طرحې جوړولو لپاره بايد په معياري ډول د عملي کولو لپاره هلې ځلې وشي.

ویل شوي، چې دغه پروژه به د بامیان ولایت د ښار جوړونې او کور جوړونې ریاست تر بشپړې څارنې لاندې پلې شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په بامیان ولایت کې د سمڅو اوسېدونکیو ته د استوګنې کورونه جوړیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*