په صربستان کي يو افغان مهاجر وژل سوی

په صربستان کي يو افغان مهاجر وژل سوی
په صربستان کي يو افغان مهاجر وژل سوی

د صربستان په شمال سوبوتيکا ښار کي د مهاجرو او قاچاقبرو ترمنځ ډزو په ترڅ کي يو افغان مهاجر وژل سوی دی. د نوموړي ښار په ځنگله کي په سونو مهاجر اوسيږي.

صربي رسنيو د دغه هيواد د پوليسو په حواله خبر ورکړی دی چي د هنگري سرحد ته نيږدې په يوه ځنگله کي د نوموړي وسله والي شخړې په ترڅ کي دوه نور افغانان ټپيان سوي هم دي. دغه پيښه د شپې په سرحدي ښار سوبوتيکا کي رامنځته سوې ده. 

د سوبوتيکا په شمال کي پراته ځنګلونو کي په وار وار سره په سونو مهاجر ځاي پرځاي کيږي. د قاچاقچيانو په لارښوونه هغوی هره شپه هڅه کوي چي د هنگري پر سرحدي ديوال يرغل وروړي.

هنګري د ۲۰۱۵م کال په مني کي کله چي اروپا ته ډېريو مهاجرو مخه کړه، يو سرحدي ديوال جوړ کړ.   

د دغي سيمې د اوسيدونکو په وينا، محلي سياستوال او ځايي خبريالان پر هغو مهاجرو سخت کنترول لري چي د بيلابيلو قاچاقچيانو له خوا د سرحد په اوږدو کي ځنگلونو ته رسيدلي دي. په دغه ځاي کي د هغو ډلو ترمنځ چي د خپل قلمرو له پاره جنگيږي، دا ډول وسله والي نښتي په پرله پسې ډول رامنځته کيږي.

د تيرکال په جولای مياشت کي د سوبوتيکا ښار په يوه بله برخه کي هم د نښتو په ترڅ کي يو سړی ووژل سو. له افغانستان او پاکستان څخه راغلي شپږ نور مهاجر بيا ټپيان سول.

صربستان او هنگري د بالکان پر لار موقعيت لري. پر دغه له ۲۰۱۵م کال وروسته له آسيا او افريقا څخه ډېر مهاجر او پناه غوښتونکي د اروپايي ټولني غړيو هيوادونو ته ورسېدل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په صربستان کي يو افغان مهاجر وژل سوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*