په هرات کې بیا زلزله شوې

د هرات په ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د چهارشنبې د ورځې په زلزله کې لږ تر لږه ۱۲۰ تنه ټپیان د هرات د حوزوي روغتون په ګډون روغتیايي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان په لویدیځ کې نن چهارشنبه اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې یوه بله زلزله شوې ده.

دغې ادارې ویلي، دا زلزله په ځايي وخت د چهارشنبې په سهار ۵:۱۰ بجې شوې ده.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي امریکا غږ ته وویل، چې د چهارشنبې د ورځې د سهار په ۵:۱۳ دقیقو دغې زلزلې ددغه ولایت ګلران انجیل او کشک رباط سنګي ولسوالۍ لړزولي دي.

متقي وویل چې روغتیايي مرکزونو ته تراوسه په دغه زلزله کې د ۱۲۰ تنه ټپیان انتقال شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون کې سرچینو خبریالانو ته ویلي چې تراوسه د چهارشنبې د ورځې په زلزله کې له ۵۰ څخه زیات ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي. ددغو سرچینو د معلوماتو له مخې یو ټپي په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د بې پولي ډاکټرانو سازمان (MSF) د چهارشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د نننۍ زلزلې وروسته ۱۱۷ تنه ټپیان د هرات ولایت حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس احمدالله متقي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه باندې د هرات په ښار کې په زلزلې کې د ټپیانو د انتقال لپاره د امبولانس شمیرې هم شریکې کړي دي. په هرات کې د طالبانو د ولایتي چارواکو د معلوماتو پر اساس په نننۍ زلزله کې د کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې تر دوه زرو پورې پسونه هم له منځه تللې دي.

همداشان د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې د هرات – تورغونډۍ لویه لار هم د زلزلې له امله د غره څخه د ډبرو د ښویدو وروسته د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

په هرات ولایت کې د شنبې په ورځ په زلزله کې څه باندې ۲۰۰۰ تنه مړه شوي دي او ګڼ نور ژوبل شوي دي. همدغه راز په زرګونو نور بې سرپناه شوي دي.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي صابرالله فوشنجي امریکا غږ ته وویل چې د چهارشنبې د ورځې د زلزلې ټکان د شنبې د ورځې د زلزلې په پرتله قوي و. هغه زياته کړه، چې د شنبې له زلزلې وروسته د هرات په ولسواليو او ښار کې خلک د زلزلې له ویرې له خپلو کورونو او ودانيو دباندې په خېمو کې اوسېدل.

فوشنجي وويل چې د چهارشنبې په ورځ د زلزلې پر مهال یې د کورنۍ ټول غړي له کوره بهر وو او له همدې امله ورته زيان نه دی اوښتی.

دا مطلب هم ولولئ

هرات کې په زرګونو زلزله ځپلې په سړه هوا کې بې سرپناه پاتې دي

ملګري ملتونه وايي، د شنبې د ورځې په زلزله کې د څه باندې ۱۷۰۰ کورنیو لږ تر لږه ۱۲ زره کسان اغېزمن شوي دي.

ټولو اغېزمنو شویو کورنیو ته د سرپناه برابرول د طالبانو د حکومت لپاره چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بیا واکمن کېدو راهیسې له نړیوالو مرستندویه سازمانونو سره خرابې اړیکې لري، یوه ننګونه بلل کیږي.

په هرات ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه وايي، په زلزله کې د زخمي شویو کسانو درملنې هم ستونزې ایجاد کړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په هرات کې بیا زلزله شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*