په هند کې افغانانو ته د سفارت تر تړلو وروسته رامنځ ته شوې ننګونې

په هند کې میشت افغان کډوال او زده کړیالان په نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت تر ټړلو وروسته، د رامنځ ته شویو ستونزو او ننګونو ګیلې کوي.

دوی د هند له حکومت او سرپرست حکومته غواړي تر څو د کډوالو موضوع سیاسي نه کړي.

 
دغه کډوال او زده کړیالان د ویزې نه ورکړه، د پاسپورټ او نورو تحصیلي اسنادو نه تمدیدېدل او دغه رازد  کونسلي فعالیتونو درېدل هغه ستونزې ګڼي چې د سفارت له تړل کېدو وروسته ورسره مخ کیږي.

 په هند کې افغان زده کړیال، صبغت الله وویل: « د هند له حکومت او د افغانستان له چارواکو مو غوښتنه دا ده چې د افغانستان او هند تر منځ شته سیاسي مسایل او سیاسي اړیکو ته په کتو سره د افغانستان د اتباعو د ګټو په پام کې نیولو سره دې ستونزې ته د حل لاره ومومي.»

په هند کې افغان زده کړیال، شفیع الله صابري وویل: « موږ زده کړیالان او کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ شوي یو لکه د ویزې نه تمدید، د ښوونیزو اسنادو نه طی مراحل او د پاسپورټ تمید کول.»

که څه هم اسلامي امارت په دې اړه څه نه وايي خو ځینې پخواني ډيپلوماټان پر دې باور دي چې هند اسلامي امارت ته د دغه سفارت د سپارلو په موخه، هلته د افغانستان پر سفارت ځينې فشارونه راوړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.

پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج وویل: « ځینې فشارونه یې پرې راوړل چې سفارت بند کړي او له مخکنیو ډیپلوماټانو یې واخیسته چې د اسلامي امارت د ډيپلوماټ د منلو لپاره یې لاره هواره کړه.»

تر دې وړاندې، په هند کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې له ۸ اوونیو انتظار وروسته هم هند د دغه سفارت غوښتنو ته رسېدنه نه ده کړې او دوی یې له سختې پرېکړې سره مخ کړي چې دغه سفارت یې نوې ډیلي ته سپارلی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په هند کې افغانانو ته د سفارت تر تړلو وروسته رامنځ ته شوې ننګونې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*