په هند کې د سختو بارانونو له امله تر ۶۰ ډېر کسان مړه شوي

په هند کې د سختو بارانونو له امله تر ۶۰ ډېر کسان مړه شوي
په هند کې د سختو بارانونو له امله تر ۶۰ ډېر کسان مړه شوي

په هند کې د سختو بارانونو، سیلابونو او ځمکې ښویېدو له امله تر ۶۰ ډېر کسان مړه شوي دي. د دې هېواد شمالي برخې په ځانګړې توګه اغیزمنې شوې دي. په نوي دهلي کې هم ستر خطرونه شته.

د رسمي شمېرو له مخې په هند کې د څو ورځو سختو توپانونو په پایله کې لږ تر لږه ۶۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا ویره شته چې د قربانیانو شمیر به نور هم زیات شي. د هند په شمال د هیماچل پردیش ایالت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر اونکار شرما وویل، لږ تر لږه ۳۳ کسان په دغه ایالت کې د موسمي سیلابونو له امله مړه شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې، ژغورونکي ډلي په دې ایالت کې د همالیا په مشهوره سیمه کې د لسګونو بهرنیو سیلانیانو او سلګونو هنديانو سره د مرستې له پاره بسیج شوي دي. د هیماچل پردیش سیمه ایزو حکومتي سرچینو اعلان کړی دی چې د سختو واورو وریدو او د هوا د خرابیدو له امله د بند پاتې شویو کسانو رایستل ډېر ستونزمن شوی دی.

د ګاونډي ایالت اتراکنډ چارواکو په وینا د موسمي توپانونو له امله ۱۲ کسان مړه شوي دي. له دې جملې څخه ۹ يې پر لویه لار په موټرونو باندې د پاتې شونې د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پنجاب په سیمه کې سیلابونو لږ تر لږه لس کسان وژلي او ډیر زیان یې اړولی دی. د هند تر ټولو زیات نفوس لرونکي ایالت اتراپردېش کې د توپان له امله ۱۱ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

انځور
انځور

د یامونا په سیند کې د اوبو لوړې کچې ته رسیدل

نوی ډیلي په تيرو ۴۵ کلونو په لومړي ځل د جمنا سیند د اوبه کچې له لوړېدو سره د تیاري حالت غوره کړی. د یامونا د شاوخوا سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتل شوي چې خوندي ځای ته ولاړ شي.

د نوي ډیلي اعلی وزیر ارویند کجریوال هغو خلکو ته چې د سیند په اوږدو کې په لاندنې سیمې کې اوسیږي، خبرداری ورکړ: «انتظار مه کوئ.»

د (ان ډي)تلویزیوني شبکې راپور ورکړی دی چې د یامونا يا جمنا سیند د اوبو کچه د ۱۹۷۸م کال د اوبو له لوړې کچې لا پورته شوي. د هند د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې د نورو بارانونو وړاندوینه کړې ده. یامونا له همالايا څخه سرچینه اخلي او د ګنګا سیند تر ټولو لویه برخه ده.

سخت بارانونه هر کال له جون څخه تر سپټمبر پورې په سویلي آسیا کې د اورښتونو په موسم کې ویجاړی رامنځته کوي. په دې میاشتو کې سخت بارانونه د کلني اورښتونو شاوخوا ۸۰ سلنه برخه وي. له دې پرته چې د باران زيانونه په پام کې ونيل سي، باران د بزګرانو له پاره حیاتي دی. کارپوهان وايي چې د اقلیم بدلون به د موسمي بارانونو کچه او زیاتوالی لا ډېر کړي.

مخکې تر دې چې د موسمي بارانونو موسم پیل شي د هند په شمال او د اسیا په نورو برخو کې د تودوخې درجه تر ۴۶ درجو پورې ثبت شوي. اند د پاکستان په ځینو برخو کې هم د تودوخې درجه تر پنځوسو درجو پورې رسیدلې ده. تر موسمي اورښتونو مخکي میاشتې معمولا په سویلي او سویل ختیځه آسیا کې د کال تر ټولو ګرمې میاشتې وي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په هند کې د سختو بارانونو له امله تر ۶۰ ډېر کسان مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*