په وړو کښتیو کې بریټانیا ته د تلونکو کډوالو درېیمه برخه افغانان دي

💬0

په وړو کښتیو کې بریټانیا ته د تلونکو کډوالو درېیمه برخه افغانان دي

اروپايي هېوادونو ته پر ناقانونه او خطرناکو لارو د افغانانو کډوالي لا هم روانه ده؛ هغه لارې چې په ځینو مواردو کې له نیول کېدو، ډوبېدو او انساني قاچاق سره مل وي.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې په یوه کال کې، افغانانو د هغو کډوالو ۱۳ سلنه جوړوله چې په وړو کښتیو دغه هېواد ته داخل شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو له مخې، افغانان د اریتریا او سوډان له وګړو وروسته، د دغو کډوالو درېیمه لویه ډله وه. خو په دې موده کې په وړو کښتیو بریتانیا ته د تللو افغانانو شمېر د تېر کال پرتله ۳۷ سلنه کم شوی دی.

د کډوالو د حقونو فعال علي‌رضا کریمي وايي: «دا موضوع یو ځل بیا کډوالو ته د خوندي او قانوني لارو د رامنځته کولو اړتیا په ډاګه کوي. د سمندري او ناقانونه لارو کارول نه یوازې کډوال د قاچاقبرانو له خطر سره مخ کوي، بلکې په ډېرو مواردو کې یې ژوند هم له جدي ګواښ سره مخامخوي.»

په همدې حال کې، ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ساحلي ساتونکو آیواجیک ته نږدې اوبو کې ۳۷ ناقانونه کډوال نیولي دي.

په نیول شویو کسانو کې ۳۶ افغانان او یو ایرانی شامل دي، چې ۱۷ یې ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانان اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره خطرناکې سمندري او ځمکنۍ لارې غوره کوي.

سیاسي شنونکی محمدصدیق انوري وايي: «اسلامي امارت باید ځوانانو ته مناسبې لارې چارې برابرې کړي، څو په ادارو کې د کار زمینه ورته برابره او د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیول شي.»

تر دې مخکې د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې له ۱۹ زره او ۵۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.

د افغانستان وګړي په ترکیه کې د نیول شویو کډوالو تر ټولو لویه برخه جوړوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په وړو کښتیو کې بریټانیا ته د تلونکو کډوالو درېیمه برخه افغانان دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*