په کابل کې د ۱۰۰ هلکانو او نجونو د واده ګډ پروګرام وشو

په کابل کې د ۱۰۰ هلکانو او نجونو د واده ګډ پروګرام وشو چې په دغه بې وزله هیواد کې د دودیزو ودونو لوړ لګښت وسپموي.

په ډله ایز ډول د واده دغه مراسم د دوشنبې په ورځ دسمبر ۲۵ (مرغومي ۴) د کابل په یو مجلل هوټل کې ترسره شول.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې په ودونو کې موسیقي او لوړ لګښتونه وروسته له هغه راکم شول چې چارواکو دا ډول فعالیتونه غیر اسلامي وګڼل.

د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د “ستاره شهر” په نوم د ودونو د تالار مخې ته شاوخوا ۱۰۰ پګړۍ لرونکي سړي چې د افغانستان دوديز لباسونه یې اغوستي وو، راټول شوي وو او ترمنځ یې یوه ښځه هم نه لیدل کېده.

د تازه واده شویو د لیږدولو دپاره موټرونه په پلاستیکي ګلانو سینګار شوي وو.

ددغه ډله ایز واده یو اتلس کلن زوم، روح الله رضايي فرانس پرس ته وویل چې په یوازې سر یې د واده توان نه درلود.

هغه وویل: “په دودیز واده کې پر موږ باندې له ۲۰۰ زرو څخه تر ۲۵۰ زرو افغانیو (۲۸۰۰ تر ۳۶۰۰ ډالرو) پورې لګښت راته، خو د ډله ایز واده لګښت یوازې له ۱۰ زره څخه تر ۱۵ زره افغانیو پورې دی.”

دغه ځوان چې د هزاره شیعه لږکیو غړی او د غور ولایت اوسیدونکی دی، وايي، په مزدورۍ کې د ورځې شاوخوا ۳۵۰ افغانۍ ګټي.

دغه زوم چې د کمیس په جیب کې یې یو پلاستیکي ګل ټومبلی و، وویل: “موږ د خپلو دوو کورنیو څخه ۳۵ کسان رابللي وو، که نه [په عادي واده کې] دا به له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې کسان وو.”

د سیلاب په نوم خیریه بنسټ له خوا، چې دغه ډله ایز واده یې تنظیم کړی دی، هرې تازه واده شوې جوړې دپاره د ۱۶۰۰ ډالرو معادل لګښت د افغانستان په کمزوري اقتصاد کې خورا لوی مقدار ګڼل کیږي.

هرې نوې جوړې ته یو کیک، او د ابتدايي اړتیاو یوه بسته چې په کې د غاښونو کرم، شامپو، یو فرش، کمپله او ځینې لوښي شامل دي، ورکول کیږي ترڅو خپل ژوند پرې پیل کړي.

۱۰۰۰ تنه میلمانه

په دغه ډله ایز واده کې د ګډون دپاره په سلګونو نارینه په دودیزو لباسونو کې په ګلونو پوښل شوي یو یخ تالار کې راټول شوي وو.

په غونډه کې د قرانکریم تلاوت وشو او د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت یو چارواکي وینا وکړه. ناوې په جلا تالار کې د سړیو لیرې کښېنول شوې وې، او خبریالانو یې نږدې ورتلو ته اجازه نه لرله.

خو د غرمې د ډوډۍ وروسته په څادرونو کې پوښل شوې ناوې راښکاره شوې.

د افغانستان په ځینو دودیزو ودونو کې تر ۱۰۰۰ تنو پورې میلمانه بلل کیږي چې لګښت یې ۲۰ زره ډالرو ته رسیږي.

د دوشنبې د ورځې ډله ایز واده ته ۶۰۰ جوړو نوم لیکنه کړې وه او ځینو جوړو ورته اوږد انتظار کړی و.

د کابل ولایت یو ۲۳ کلن کروندګر، سمیع الله زماني وویل: “زه له دریو کلونو راهیسې دې ورځې ته انتظار وم.

هغه د خپلې کوژدنې په اړه وویل: “زه د هغې لیدو ته نور انتظار نشم کولی.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې د ۱۰۰ هلکانو او نجونو د واده ګډ پروګرام وشو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*