پیښور کې د حرفوي زده کړو یو مرکز افغانو ښځو ته د کاروبار زمینه برابروي

د پیښور یوې اوسیدونکې د افغان میرمنو د مالي خپلواکۍ لپاره د زمینې برابرولو په هڅه کې په دې ښار کې د حرفوي زده کړو یو مرکز پرانستی دی.

۳۷ کلنې مهرا بشیر وروسته له هغې دغه روزنیز مرکز جوړ کړ چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره پاکستان ته د افغانانو مهاجرت زیات شو.

په دې ورکشاپ کې ښځې د ګنډلو، ډیجیټل او سینګارولو مهارتونه زده کوي. میرمن بشير وايي، چې د ورکشاپ له پرانېستلو وروسته سمدستي په سلګونو مېرمنو په کې د ګډون لپاره نوم ليکنه وکړه.

مهرا بشیر وویل: “که موږ مرسته ترلاسه کړو، زه فکر کوم چې موږ کولی شو په یو وخت کې له ۲۵۰ څخه تر ۵۰۰ پورې زده کونکي وروزو او هغه ښځې ځواکمنې کړو چې غواړي په ټولنه کې مهم رول ولوبوي.”

میرمن بشير وايي، چې په دې ورکشاپ کې د ګډون لپاره په سلګونو ښځې د انتظار په ليست کې دي.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته په سلګونو زره افغان کډوال پاکستان ته کډه شوي دي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا څلور میلیونه افغانان ژوند کوي، او برسیره پر دې په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۶۰۰ زره افغانان دغه هېواد ته تللي دي.

پیښور

چارواکي وايي، د پاکستان حکومت، چې پخپله له اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دی، دې هېواد ته د افغانانو د راتګ په اړه اندېښنه لري.

پاکستان د تېر کال له پیل راهیسې په ځانګړې توګه په سند ایالت کې هغه افغانان نیولي چې د دوی په خبره قانوني اسناد نه لري. خو یو شمېر افغانانو ویلي چې حتي د پاسپورټونو او ویزو د لرلو سره سره نیول شوي او ځورول شوي دي.

مهرا بشیر وايي، د هغې اصلي تمرکز د افغان مېرمنو لپاره د کار پر پراخولو دی، خو یو شمېر پاکستاني مېرمنې یې هم په دې پروګرام کې شاملې کړې دي چې په دې محافظه کاره سیمه کې ورته د کار فرصتونه رامنځته شي.

د درې میاشتني کورس څخه د فراغت وروسته، اکثر میرمنې د متوسط خو معنی لرونکي عاید ترلاسه کولو لپاره خپل کاروبار پیل کوي.

فاطمه، چې ۱۹ کلنه افغانه ده او په دغه مرکز کې روزل شوې وايي، اوس غواړي په پېښور کې د ښکلا یو سالون پرانیزي.

هغې وویل: “اوس زما پلان دا دی چې په کور کې یو سالون پرانیزم. بیا به زه په مسلکي توګه کار وکړم تر څو چې زه په پای کې خپل یو لوی سالون پرانیزم.”

مبنع

پیښور

لومړی نظر وکړئ on "پیښور کې د حرفوي زده کړو یو مرکز افغانو ښځو ته د کاروبار زمینه برابروي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*