اسراییل: په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو له پیل مخکې یو شمېر اهداف ویشتل شوي

د اسراییل پوځ وايي چې په غزه کې د پراخو ځمکنیو عملیاتو له پیلولو مخکې یې په دې تړانګه کې یو شمېر اهداف په نښه کړي دي.

اسراییل په تېرو نږدې دریو اونیو کې د غزې پر تړانګه له هوايي حملو وروسته نن نیمه شپه په داسې حال کې چې جنګي جېټ الوتکې او ډرونونه ورسره وو، د غزې په مرکزي برخه کې یو شمېر اهداف په نښه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي ځواکونه د غزې د اشغال لپاره پراخو عملیاتو ته تیاری نیسي.

د اسراییل پوځ نن وویل، په تېره یوه ورځ کې ځمکنیو دفاعي ځواکونو د جنګي جېټ او بې پیلوټه الوتکو په مرسته د غزې په مرکز کې پر یو شمېر اهدافو برید وکړ.

بیان زیاتوي چې اسراییلي الوتکو او توپچي ځواک د حماس د تروریستي ډلې مرکزونه په شجاعیه او د غزې د تړانګې په نورو سیمو کې وویشتل.

د اکټوبر په اوومه د اسراییلو پر قلمرو د حماس تر برید وروسته د اسراییلو بمباریو او کلابندۍ د غزې په تړانګه کې لوی ناورین رامنځ ته کړی دی.

ملګري ملتونه وايي چې د اسراییلو د تېرو نږدې درېیو اوونیو له بمباریو وروسته د غزې په تړانګه کې بې خنډه مرستو ته اړتیا ده.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو لوی کمېشنر فیلیپ لازارېني پرون وویل چې د غزې لپاره د بامفهومه او بې خنډه مرستو جریان ته اړتیا شته.

د لازاریني په وینا هغه مرستې چې تراوسه غزې ته استول شوي په سیند کې د څاڅکي په شان دي.

هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې د مرستو بهیر اغېزمن وي او اړو خلکو ته ورسېږي نو باید بشري اوربند ټینګ شي.

د حماس او اسراییلو ترمنځ د کړکېچ په دوام د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره شپه په سوریه کې پر دوو اهدافو د بمبارۍ امر ورکړ.

دا اقدام پر امریکايي ځواکونو د تېرې اوونۍ د حملو ځواب و.

پنټاګون خبرداری ورکړی چې که د ایران نیابتي ځواکونه پر امریکايي اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو متحدایالات به نور اضافي تدابیر هم ترلاس لاندې ونیسي.

تېره اوونۍ په عراق او سوریه کې پر دېره امریکايي ځواکونو څو حملې وشوې.

د واشنګټن په باور دا حملې د ایران پلوي ډلو کړې دي.

حماس، اسلامي جهاد او د لبنان حزب الله هغه ډلې دي چې تهران یې ملاتړ کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اسراییل: په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو له پیل مخکې یو شمېر اهداف ویشتل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*