ځینې سیاسي مشران د افغانستان پرځای خپلې رایې مهمې ګڼې

رویا رحماني، په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیره
رویا رحماني، په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیره

د افغانستان پخوانۍ دیپلوماته رویا رحماني، وایي د نړۍ یو شمېر سیاسي مشرانو ته د افغانستان د وضعیت په پرتلې، د خپلو رایو جلبول مهم دي.

په واشنګټن کې د افغانستان د جمهوریت د دورې دې لمړنۍ ښځینه سفیرې امریکاغږ ته په مرکه کې ویلي، نړیوال حیران دي چې د میلیونونو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي او که د افغانستان د حکومت لخوا په میلیونونو ښځو د تعلیم او کار بندیز له امله هیواد منزوي کړي.

مېرمن رحماني چې په کانګرس کې د امریکا د ولسمشر، جو بایډن، د کلنۍ وینا غونډې ته ور بلل شوې وه، د بایډن په وینا کې د افغانستان د نه یادولو په اړه تبصره کړې.

هغې وویل: “د افغانستان له موضوع سره چې څه ډول عمل وشو، د هغې په پایلو د بایډن حکومت ویاړ نشي کولای. اپوزیسیون ګوند دغه موضوع بیا بیا را پورته کوي چې باید وڅیړل شي‌او خبرې ورباندې وشي، خو د بایډن حکومت ددې موضوع له یادونې ډډه کوي، ځکه لاسته راوړنه نشته چې افتخار ورباندې وکړي.”

د افغانستان دغې پخوانۍ سفیرې زیاته کړه: “جکړه د هیواد او حتی د هیواد د راتلونکو نسلونو لپاره یو مصیبت دي. او، په دوهم ګام کې د سیمې او بیا د نړۍ لپاره هم یو ستر سرخوږی دي. خو خبره دا ده چې سیاسیون عموماً هغو مسایلو ته پاملرنه کوي چې رای ورکوونکو ته اهمیت ولري.”

مېرمن رحماني وايي، یوازنی ټکی چې دا مهال د هیواد په اړه د لویدیځو ولسونو توجه جلبوي هغه په افغانستان کې د میرمنو وضعیت دی.

هغې وویل: “زه وایم چې دغه هیوادونه باید ډیر جدي، سخت او عاجل اقدام وکړي، خو معضله دا ده چې که په هیواد کې تر دې سخت بندیزونه ولګیږي، ولس زیانمیږي، ایا موږ غواړو چې د هیواد ټول ولس زیانمن شي؟ طبعاً نه غواړو، فلهذا ډیر تاکتیکي چلند باید وشي.”

ولسمشر بایډن د سه شنبې په ماښام، ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې تر ډیره په کورنیو مسایلو بحث وکړ، له چین سره د امریکا رقابت او پر اوکراین د روسیې نظامي برید ته یې په لنډ ډول اشاره وکړه، او د افغانستان په اړه یې څه ونه ویل.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ځینې سیاسي مشران د افغانستان پرځای خپلې رایې مهمې ګڼې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*