چین دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي – امریکا

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر؛ د چین د ولسمشر له لوري د افغانستان اسلامي امارت د استازي د  باور لیک د منلو په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د بیجینګ دریځ اوس هم روښانه نه‌دی.

هغه ويلي، چې په دې اړه به د چين د حکومت د رسمي څرګندونو له اورېدو وروسته خپل نظر څرګند کړي.

هغه ​​یوه خبري کنفرانس ته څرګنده کړې: ما هغه راپورونه لیدلي او زه فکر کوم، چې د چین حکومت باید [له طالبانو سره د بیجینګ د اړیکو] په اړه خبرې وکړي او دا، چې آیا دوی (چین) طالبان (اسلامي امارت) پر رسمیت پېژندلي او که نه ! ما د دوی ځینې بېلابېل نظرونه لیدلي دي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د چین او اسلامي امارت اوسنۍ اړیکې به د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه د امریکا تګلاره بدله نه‌کړي او دغه ډله باید د رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د وضعیت د ښه والي په ګډون ځانګړي ګامونه پورته کړي.

هغه زیاته کړې: … مخکې له دې، چې په دې اړه خپله ارزونه ولرو؛ په دې اړه به د چین د حکومت څرګندونو ته په تمه پاتې شو.

هغه له چین او نورو هېوادونو وغوښتل، چې د اسلامي امارت په چلند کې د بدلون لپاره له خپل نفوذه کار واخلي.

دغه راز د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ( د سلواغې لسمه ) د یو لړ انځورونو پر خپرولو څرګنده کړې؛ د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د اسلامي امارت د سفیر او ځانګړي استازي اسدالله بلال کریمي باورلیک منلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې دا هم لیکلي، چې د بلال کریمي باورلیک د ۴۱ نورو هېوادونو د سفیرانو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې شي جین پینګ ته وړاندې شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د کړکېچ نړیوالې ډلې د سې شنبې پر ورځ په یوه راپور کې له لویدیځو هېوادونو غوښتي، چې د سوداګرۍ د وضعیت د ښه کولو او له وسله‌والو مخالفانو سره د مبارزې په برخه کې دې له افغانستان سره د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو مخه نه‌نیسي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "چین دې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي – امریکا"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*