ډبلیو ایف پي: افغانستان کې له یو میلیون څخه زیات کسان د بیړنۍ لوږې له حالت سره مخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې افغانستان په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی، چې ۱۹.۹ میلیونه وګړي یې د خوړو د نه مصونیت سره مخ دي او له یو میلیون څخه زیات اوسیدونکي یې د بیړنۍ کچې لوږې له حالت څخه کړیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام د شنبې په ورځ سپټمبر ۲۳( تلې اول) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې په دغو لسو هیوادونو کې ۴۱ میلیونه وګړي په ډیره لوړه بیړنۍ کچه د سختې لوږې له حالت سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: “په بیړني ډول د خوړو مرستې ته اړ تقریبآ ۷۰ فیصده کسان د خوړو د بحران سره په مخ شویو لسو هیوادونو کې ژوند کوي”.

په دغو هیوادونو کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ناجیریا، سوډان، اتوپیا، افغانستان، یمن،بنګلدیش، پاکستان، جنوبي سوډان او سومالیا شامل دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال د اګست د میاشتې د ارزونې له مخې په افغانستان کې ۱۹.۹ میلیون وګړي د خوړو د سخت نه مصونیت له حالت سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام مشرې میرمن سینډي مک کین د سپتمبر۱۷ (وږي ۲۶) د امریکا د “اې بي سي” تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اکتوبر په میاشت کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره بودیجه نلري.

میرمن مک کین وویل: ” افغانستان لپاره د یو څه بودیجې د ترلاسه کولو پرته مونږباید چې د اکتوبر په میاشت کې په بشپړ ډول له دغه هیواد څخه ووځو”.

میرمن سینډي مک کین وویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په تیرو ۶۰ کلنو کې په لومړي ځل د بودیجې د کمبود سره مخ شوی دی، چې له امله یې دغه پروګرام په افغانستان، بنګلدیش، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هایتي، اردن، فلسطین، جنوبي سوډان، سومالیه او سوریې کې د خوړو د مرستو د ویشلو په خپل پروګرام کې د پام وړ کموالی راوړلو ته اړ شوی دی.

خو د میرمن سینډي مک کین ددغو څرګندونو وروسته د اسیا پرمختیايي بانک (ADB) د سپټمبر۲۰ ( وږي ۲۹) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې مرستو ته اړو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د ملاتړ او بدیل معیشت د چمتو کولو او افغانستان کې د بشري بحران د اغیزو کمولو لپاره یې دغه هیواد سره د ۴۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

دغه بانک ویلي، چې افغانانو سره د پیسو دغه ملاتړ به د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې د خوړو د مصونیت د اړتیاو او افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو په چارو په مصرف ورسیږي او د ملګروملتونو ادارې، چې د بودیجې د کمښت سره مخ دي د هغوی د پروګرامونو پرمخ وړلو کې به مرسته وکړي.

د اسیا پرمختیايي بانک (ADB) ویلي، چې ددغو پیسو ۱۰۰ میلیونه ډالر به افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته ۱.۳۲ میلیونو کسانو ته د خوړو د برابرولو لپاره ورکړل شي.

همداشان ددغو پیسو ۱۰۰ میلیونه ډالره به د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې ادارې (FAO) ته او ۲۰۰ میلیونه نور ډالر به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (UNICEF) ته په لسو ولایتونو کې ۷.۵ میلیونو کسانو ته د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو لپاره ورکړل شي.

اسیايي پرمختیايي بانک ویلي، چې نړیوال بانک په ۲۴ نورو ولایتونو کې د ورته روغتیايي خدمتونو د چمتوکولو لپاره ملګرو ملتونو ته پیسې برابروي.

دغه بانک ویلي: “دا پروژه به د طالبانو د حاکمو چارواکو د حکومت د سیستم بهر د اسیا د پرمختیايي بانک د کړنلارې پر اساس پلي شي”.

دا بانک وايي یوه درییمه ډله به ددې پروژې د پلي کیدو د بهیر څارنه وکړي.

د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره د بشري مرستو د کمیدو وروسته ملګري ملتونه دې ته اړ شو، چې د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۶ میلیاردو ډالرو د بودیجې د برابرولو په خپله غوښتنه بیا کتنه وکړي او په کې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر کم کړي، خو لا هم نړیوالې ټولنې ملګرو ملتونو ته دا پیسې نه دي برابرې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ډبلیو ایف پي: افغانستان کې له یو میلیون څخه زیات کسان د بیړنۍ لوږې له حالت سره مخ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*