ډبلیو ایف پي: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې د هرات ولایت د وروستیو زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو د مرستو د دوام لپاره په بیړني ډول ۲۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي، د دوشنبې په ورځ نومبر شپږم(لړم۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې ویډیوي لنډه وینا کې ویلي چې د هرات ولایت وروستیو زلزلو او توپان ۱۵۰ زره کسان چې له وړاندې یې د ژوند د تیرولو لپاره په بشري مرستو اتکا لرله نور هم زیانمن کړي دي.

میرمن شا و وې لي ویلي:” زه د سیاب په کلي کې یم چې د نورو کلیو په څیر په زلزلو کې په بشپړ ډول ویجاړ شوی او هغوی چې ژوندي پاتې شوي هرڅه یې له لاسه ورکړي دي. هغوی لا هم د زلزلو څخه کړیږي. د زلزلې او توپان وروسته توپان “.

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مشرې ویلي تر راتلوونکو اوو میاشتو لپاره د ۱۲۰ زرو زلزله ځپلو ته د مرستو د برابرولو لپاره ۲۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

میرمن شا و وې لي ویلي: “مونږ پلان لرو چې نږدې ۱۲۰ زرو کسانو ته تر راتلوونکو اوو میاشتو خواړه او د هغوی د ژوند د بیا پیلدو په برخه کې مرسته وکړو، خو مونږ ددغه کار لپاره په بیړني ډول ۲۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو”.

د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې د اکتوبر اووم( تلې ۱۵) د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي‌ سروې ادارې د معلوماتو له مخې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې وروسته د اکتوبر اا ( تلې ۱۹) او د اکتوبر۱۴( تلې۲۲) هم په همدې کچه زلزلې شوې چې د دغو زلزلو سربیره شاوخوا شل د زلزلې نور ټکانونه هم د هرات ولایت او شاوخوا سیمو کې احساس شوي دي.

ملګروملتونو د انکشاف پروګرام ویلي:” له ۱۵۰۰ څخه د زیاتو کسانو مړینه او له ۲۰۰۰ څخه د زیاتو کسانو ټپي کیدل تائید شوي دي. هغوی چې بچ پاتې په اساسي ډول په خیمو کې اوسیږي، په دوامدار ډول سړه هوا زغمي او اوبو، روغتیايی خدمتونو، خوړو او بشپړ ډول سرپناه ته اړتیا لري. ډیرو زلزله ځپلو هرڅه له لاسه ورکړي دي”.

د ملګروملتونو د انکشاف پروګرام د راپور له مخې د هرات ولایت په دغو زلزلو کې له درې زره ۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې ددغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ کې ویجاړ شوي دي.

د ملګروملتونه وايي، چې د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې تراوسه په زلزلو کې ۱۲ زره او ۱۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمیر یې ۶۶ زره ۳۶۰ کسانو ته رسیږي په مخامخ ډول زیانمن شوي دي.

ددې دمخه د خوړو نړیوال پروګرام د خوړو نړیوال پروګرام د هرات او ددغه ولایت شاوخوا سیمو کې څو پرله پسې زلزلو ته په اشارې ویلي و، چې که دغه پروګرام ته اضافي مالي منابع برابرې نشي، ځینې زلزله ځپلي به د ژمي د یخنۍ د زغملو توان ونه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د اکتوبر۱۶( تلې ۲۴) د نړیوالې ټولنې څخه د ۱۸.۸ میلیون ډالرو د غوښتنې وړاندیز کې ویلي، چې زلزله ځپلو کورنیو ته د خوړو د برابرولو لپاره دغو پیسو ته په عاجل ډول اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ” اوچا” ویلي چې تراوسه زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د ۲۴ میلیونو ډالرو د برابرولو ژمنه هم شوې ده.

دغې ادارې ویلي چې، د ژمې په موسم کې د ډیرو زیاتو ځپل شویو وګړو د وخت د حساسو اړتیاو د پوره کولو لپاره په عاجل ډول ۶۹.۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ډبلیو ایف پي: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*