کابل کې د داعش درې غړي وژلي شوی

کابل کې د داعش درې غړي وژلي شوی
کابل کې د داعش درې غړي وژلي شوی

د افغان حکومت یو چارواکي د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۴ (سلواغې ۲۵) وویل چې د هغوی د استخباراتو ځواکونو په کابل کې د شپې له خوا په یو لړ عملیاتو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې درې غړي وژلي او یو بل یې نیولی دی.

د استخباراتو ویاند خلیل همراز ادعا کړې ده چې د دوشنبې شپې عملیات د کابل د کارتې نو په سیمه کې د استوګنې پر یو کور شوي دي. د همراز په وینا، کوم کسان چې په دغه کور کې اوسیدل د کابل وروستي بریدونه یې پلان کړي وو. داعش یا د اسلامي دولت ډلې تر اوسه د افغان چارواکو ددې ادعا په اړه تبصره نده کړې.

پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته، حاکم نظام تل په ټول هیواد کې د امنیت د تامین خبره کړې ده خو په تیرو ۱۸ میاشتو کې د افغانستان مختلف ولایتونه د سختو او مرګونو بریدونو شاهدان وو.

اسوشیټډ پرس د سیمې د یو اوسیدونکي هجران خان په حواله لیکلي چې” دا یو نه پيژندل شوی ځای وو ځکه ډیرو خلکو تګ راتګ ورته نه کاوه.”

د هجران خان په وینا، کوم کسان چې دې ودانۍ ته تلل ځانونه یې نه ښکاره کول ځکه هغوی له ودانۍ څخه نه وتل. هغه زیاته کړه”خلک نه پوهیدل هغوی څوک وو او څه پلان یې درلود.”

د متحدو ایالتونو په مشرۍ له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، د داعش خراسان څانګې د کابل په ګډون د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی دی.

په دې بریدونو کې چې پر سفارتونو، جوماتونو، ښوونځیو او نورو عامه امکانو شوي په سلګونه ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي. په دې موده کې د امنیتی ګزمې هم تر برید لاندې راغلي دي.

د سیمې اوسیدونکو ویلي دي چې د کابل د کارتې نو سیمې په عملیاتو کې د څو چاودنو غږونه هم اوریدل شوي دي.

د سیمه ایزو طالب چارواکو په وینا، د طالب جنګیالیو او هغو کسانو ترمنځ چې په ودانۍ کې وو، د یو ساعت لپاره جګړه وشوه.

منبع

1 Comment on "کابل کې د داعش درې غړي وژلي شوی"

  1. امید که بتوانم وظیفه نمایم

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*