کارپوهان: د سیمې حکومتونه د داعش- خراسان څانګې مهارولو کې له ستونزو سره مخ دي

کارپوهان وایي مسکو کې د موسیقۍ تالار باندې د داعش – خراسان څانګې برید ښیي چې دا ډله د جنوبي او مرکزي آسیا هیوادونو څخه د باندې هم د پیچلو بریدونو توان لري او دا چې په افغانستان کې د طالبانو او سیمې حکومتونه یې په مهارولو کې ناتوانه دي.

د مسکو په برید کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان ووژل شول او د ۱۸۰ څخه پورته ټپي شول. سره لدې چې د داعش – خراسان څانګې نه بلکې د داعش اصلي ډلې د دې برید د کولو ادعا کړې خو امریکایي چارواکي بیا وایي چې دا برید داعش – خراسان څانګې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا برید غندلی. د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په “سختو ټکو ” برید غندلو تر څنګ ویلي و چې دا برید د انساني ارزښتونو څخه ښکاره سرغړاونه ده.

ښاغلي بلخي همدارنګه د اکس په ټولنیزې شبکې کې د سیمې هیوادونو څخه غوښتي و چې د دا شان بریدونو پر ضد “همغږي، ښکاره او پریکنده” ګامونه واخلي.

داعش – خراسان څانګې بیا په یوې اعلامیې کې چې ۳۰ پاڼې وه، د مسکو برید په هکله د طالبانو دریځ باندې انتقاد وکړ او په طالبانو یې تور ولګاوه چې دغربي هیوادونو ارزښتونه ته درناوی ښیي.

داعش – خراسان څانګې په دې اعلامیې کې په مسکو کې د موسیقۍ په تالار د برید کولو ادعا نه ده کړې خو په طالبانو یې ملنډې وهلې دي.

په اعلامیې کې چې د “مسکو برید وروسته د ملیشو غم او ډار” عنوان ورکړل شوی ، په ظاهري توګه په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته یې د ملیشو ټکی کارولی. طالبان پکې د امریکا، چین، روسیې، پاکستان او تاجیکستان متحدین بلل شویدي.

دا مطلب هم ولولئ

داعش–خراسان د مسکو برید کوونکي ستایلي او په طالبانو یې انتقادونه کړي

د داعش – خراسان څانګې په اعلامیې کې په طالبانو تور لګول شوی چې د “کافرو” هیوادونو ارزښتونه خپلوي.

د روسیې لپاره د افغانستان د مخکني حکومت د سفیر مرستیال همایون محتاط امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په مسکو کې د موسیقۍ په تالار برید ښیي چې داعش د دا شان پیچلو بریدونو توان لري چې مرګ ژوبله پکې ډیره وي او دا هم ترې څرګندیږي چې دا ډله توان لري له یو ځای څخه بل ځای ته د بریدونو لپاره ولاړه شي.

ښاغلي محتاط زیاته کړه چې د “افغانستان د جیوپولیټیکي موقعیت له کبله داعش ته دا فرصت برابریږي چې خپل فعالیتونه د مرکزي آسیا هیوادونو او آن تر روسیې پراخ کړي”.

هغه همدارنګه وړاندې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د داعش – خراسان څانګې پر ضد مقابلې لپاره “اراده او امکانات” نلري.

خو طالبان بیا ادعا لري چې په افغانستان کې یې داعش ډله ځپلې او د دې ډلې د دفاع وزیر محمد یعقوب هم تیر کال د ډسمبر په میاشت کې ادعا کړې وه چې د طالبانو عملیاتو له کبله په افغانستان کې د داعش ډلې بریدونه ۹۰ په سلو کې کم شوي.

د افغانستان په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازي توماس ویسټ تیر کال ویلي وو چې په دغه هېواد کې د امریکا تر ټولو لویه اندېښنه د داعش د خراسان څانګې شتون او فعالیت دی.

داعش - خراسان څانګې د طالبانو تر راتګ وروسته څو ځله په افغانستان کې بریدونه کړي چې درنه مرګ ژوبله یې هم درلوده.
داعش – خراسان څانګې د طالبانو تر راتګ وروسته څو ځله په افغانستان کې بریدونه کړي چې درنه مرګ ژوبله یې هم درلوده.

ویسټ ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکا عمده هدف دا دی چې دا هیواد یو ځل بیا د هغو ډلو د پټیدو په خوندي ځای بدل نه شي چې په متحده ایالاتو او متحدینو یې د برید کولو هوډ لري.

خو د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي دا هم ویلي چې په افغانستان کې د تیر کال راپدیخوا د داعش-خراسان څانګې پر ضد د طالبانو مبارزه بریالۍ وه.

ویسټ وویل چې د طالبانو د “سختې مبارزې” له کبله چې همدا اوس هم روانه ده، د داعش-خراسان څانګې وړتیا د پام وړ توګه کمزورې شوې خو تر څنګ یې وویل چې متحده ایالات د دې ډلې د شتون په هکله ځکه اندیښنه لري چې د افغانستان څخه د باندې بریدونو هیله لري.

ملګرو ملتونو هم په یو راپور کې چې د جنوري په میاشت کې یې خپور کړی و، ویلي چې داعش لا هم په افغانستان کې یو خطر دی.

د ملګرو ملتونو یو بل راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې خپور شوی و پکې راغلي و چې داعش – خراسان څانګه د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ په شاوخوا کې غړي او کورنۍ لري چې افغانان، د آزربایجان، ایران، روسیې، ترکیې او مرکزي آسیا هیوادونو اتباع پکې شامل دي. په راپور کې ویل شوي چې لږ شمیر غړي یې هغه عربان هم دي چې د سوریې څخه افغانستان ته تللي دي.

مبصر کامران بخاري بیا وایي داعش – خراسان څانګه په سیمې کې د کمزوري حکومتدارۍ او ستراتیژیکې خلا څخه د خپل ځان ګټې لپاره کار اخلي.

ښاغلی کامران وایي دا چې په افغانستان کې طالبان لا هم کوښښ کوي چې خپل واک ټینګ کړي خو هلته “ستراتیژیکه خلا” شته ده او پاکستان هم په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او امنیت لحاظ د سختو ستونزو سره مخ دی. دی وایي چې ایران هم کورنۍ ستونزې لري او دا ټول ددې سبب کیږي چې داعش – خراسان څانګه پدې هیوادونو کې فعالیت ولري.

په عین حال کې د دیموکراسیو دفاع بنسټ کې کارپوه بیل روګیو وایي په روسیې او ایران کې داعش – خراسان څانګې سره د وسله والو په جلب او جذب کې مرسته کولی شي.

ښاغلی روګیو وایي چې دا ډول “شاندارې” حملې په جلب او جذب ډیر اغیز لري او ښایي د نورو سخت دریځو ډلو څخه د وسله والو جلبولو کې مرسته وکړي.

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې نږدې ۲۰ وسله والې ډلې فعالیت لري. د القاعدې، پاکستاني طالبانو غورځنګ په ګډون دا ډلې د طالبانو سره نږدې اړیکي لري خو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې وړاندې هم چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیږي ، دې ډلې داعش – خراسان سره دښمنې درلوده او پر ضد یې نظامي عملیات کړي و.

دا مطلب هم ولولئ

روسیه: منځنۍ اسیا ته اصلي ګواښونه له افغانستان څخه دي

د دې ټولو سره سره په اسلام آباد کې مبصر او څیړونک ریکارډو والي امریکا غږ ته وویل چې د داعش – خراسان څانګې پر ضد د طالبانو کړنې بریالۍ دي. دا کارپوه زیاتوي چې طالبانو په څو پیښو کې وکړی شو د داعش – خراسان څانګې مشران له منځه یوسي او د هغوي د بریدونو مخه یې نیولې.

خو دا زیاتوي چې ددې ډلې غړي کولی شي د ترکیې، افغانستان او مرکزي آسیا هیوادونو تر منځ تګ راتګ وکړي او دا چې د افغانستان – پاکستان اړیکې خرابې دي، د دې ډلې لپاره لا آسانه ده چې د پولې یوې او بلې خوا تګ راتګ وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو یو پخواني وزیر علي احمد جلالي بیا امریکا غږ ته وویل چې د داعش – خراسان څانګې ستونزه به ترهغه وخته روانه وي تر څو طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو سخت دریو ډلو سره اړیکې نه وې پرې کړي.

ښاغلی جلالي وایي کله چې طالبانو د جمهوریت په خلاف جنګ کاوه، د ډیرو سخت دریځو ډلو سره یې انډیوالي درلوده. د جلالي په وینا همدې ډلو د طالبانو ملاتړ کاوه چې اوس په افغانستان کې دي او طالبان نشي کولی اړیکې ورسره پرې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کارپوهان: د سیمې حکومتونه د داعش- خراسان څانګې مهارولو کې له ستونزو سره مخ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*