کالیفورنیا: په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي

کالیفورنیا: په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي
کالیفورنیا: په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي

د کاليفورنیا ایالت د “هاف مون بې” په ساحلي ښار کې د ډزو په دوو بریدو کې اووه کسان وژل شوې دي. هممهاله د آیووا ايالت په یوه ښوونځي کې ډزې شوي چې دوه زده کوونکي پکې وژل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د شمالي کاليفورنیا په یوه کلیواله سیمه کې په ډزو کې اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. له دې ډزو وروسته یو شکمن کس د مرخيړيو په یوه فارم او یو بل شکمن کس د فرانسیسکو سویل ته په ۵۰ کیلومترۍ کې د “هاف مون بې” ښار په یوه ترانسپورتي شرکت کې نیول شوی دی.

د سان ماتیو ښار د څارونکو مشر ویلي دي چې څلور کسان د مرخېړیو په فارم کې او درې نور د “هاف مون بې” ښار په څنډه کې په یوه ترانسپورت شرکت کې وژل شوي دي. دا لا څرګنده نه ده چې آیا په دواړو ځایونو کې ډزې یو بل سره تړاو لري او که نه.

په کالیفورنیا کې د دوشنبې په شپه هم یو وسله وال برید شوی و چې په ډزو کې د مونټري پارک په یوه نڅا خونه کې ۱۱ کسان ووژل شول.

د سان ماتیو د څارونکو بورډ غړي ډیو پیین د پیښې په اړه وویل: «موږ لا تر اوسه د هغو کسانو له پاره د ماتم فرصت نه درلود چې په مونټري پارک کې په ډزو کې وژل شوي. وسله وال  تاوتریخوالی باید ودرول شي.»

په ښوونځي کې ډزې

په کالیفورنیا کې د ډزو او وژنو ترڅنګ د امریکا په مرکز ایووا ایالت کې هم د دوشنبې په ورځ په يوه ښوونځي کې ډزي شوي دي چې دوه زده کوونکي پکې وژل شوي او د ښوونځي يو کارکوونکى پکې ټپي شوى دى.

ژغورنکو له ښوونځي دوه ټپې زده کوونکي روغتون ته انتقال کړي ول چې وروسته یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

له دې برید شل دقیقې وروسته د پیښې سیمې په درې کیلومترۍ کې پولیسو موټر درولی چې درې شکمن کسان نیول شوي. پولیسو پر دغه ښوونځي برید هدفي بللی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کالیفورنیا: په ډزو کې ۷ کسان وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*