کاناډا تیرو دوو اونیو کې له پاکستان څخه له ۱۰۰۰ زیات افغان کډوال انتقال کړي

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې د افغان کډوالو د تخلیې د پروګرام په لړ کې یې تیره ورځ له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې ۳۱۶ افغان کډوال دغه هیواد د تورنټو ښارته انتقال کړي دي.

دغې ادارې د سه شنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۱ ( لړم ۳۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې کاناډا ته دا نوي رسیدلي افغان کډوال به ددغه هیواد په ۳۶ ښاري سیمو کې ځای پر ځای شي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې ویلي:” کاناډا د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۴۰ زرو زیانمنونکو افغان کډوالو ته د هرکلي ویلو هدف پوره کړ او په شرایطو د برابرو نورو غوښتنلیکونو باندې چې دمخه ترلاسه شوي کار روان دی”.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې تیره اونۍ هم له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې ۳۲۵ افغانان انتقال کړي و.

په کاناډا کې د میشتو افغان کډوالو د معلوماتو له مخې دا په تیرو دوو اونیو کې له پاکستان څخه کاناډا ته د افغان کډوالو د انتقال درییمه الوتنه ده. په دغو دریو الوتنو کې له زرو څخه زیات افغان کډوال کاناډا ته انتقال شوي دي.

کاڼاډا په تیرو څه باندې دوو کلنو کې د پاکستان، تاجیکستان او متحده عربي اماراتو څخه افغان کډوال په چارټر شویو الوتکو کې دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

په ورته وخت کې په کاناډا کې د بیا میشتیدو لپاره د نږدې ۱۸ زره افغانانو غوښتنلیکونه لا هم د کاناډا او نړیوالو غیر دولتي ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) لخوا تر غور او کتنې لاندې دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې به چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي دغه هیواد ته انتقال کړي.

د کاناډا د کډوالۍ، پناه ورکوونې او تابعیت ادارې یو ویاند د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې په لومړیو کې امریکا غږ ته ویلي و: “کاناډا د ۲۰۲۳ کال تر پایه د نږدې ۴۰زره افغان پناه غوښتونکو د بیا میشتیدنې په برخه کې چې په نړۍ کې د بیامیشتیدو یو له سترو پروګرامونو څخه دی، په خپلې ژمنې کلکه ولاړه ده.”

د هغو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې چې تر اوسه په کاناډا کې میشت شوي دي، له ۱۰ زرو څخه زیات هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي موسسو او ادارو سره کار کړی دی. ددې برسیره، ۱۶ زره نور بیا هغه مېرمنې او د مدني ټولنې فعالین دي‌ چې د کاناډا د بشردوستانه مرستو د پروګرام له لارې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

کاناډا دا شمیر افغان کډوال په داسې حال کې انتقال کړي چې یو شمیر نړیوالو بنسټونو د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي لودیځو هیوادونو څخه د هغو افغانانو د ژر تخلیې غوښتنه کړې، چې دا هیوادونه یې انتقالول غواړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ښځود حقونو فعالانو، خبریالانو، د بشري حقونو مدافعینو، هنرمندانو او د پخواني حکومت مامورینو په ستنولو یو ځل بیا ژوره اندیښنه ښودلې ده او ویلي دي که افغانستان ته د ستنیدلو په صورت کې هغوی د طالبانو دځورونې او جبر مخ کیدلی شي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دې اړه د پاکستان د لنډ مهاله حکومت څخه د افغان کډوالو د نه شړلو غوښتنه چې د نومبر په ۱۵( لړم ۲۴) یې کړې بیا تکرار کړې ده. د پاکستان له حکومت څخه په دې غوښتنه کې پاکستان له حکومت څخه غوښتل شوي چې د افغان کډوالو د ستنولو پلان لغوه کړي. دغه سازمان ‎اسلام اباد په دې تورن کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو د پلان د تطبیق پرمهال خلک په خپل سر نیسي او د ماشومانو او زړو په ګډون د کورنیو غړي له یو بله جلا کوي.

د بخښنې د سازمان دمخه د بحران نړیوالې ډلې هم د نومبر۱۳ (لړم ۲۲) په یو راپور کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو پر وړاندې پرتو ګواښونو ته په کتنې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون له هغو هېوادونو چې پر پاکستان نفوذ لري غوښتي چې اسلام اباد دې له دغه پلان د پلي کولو څخه منع کړي.

دغې ډلې ویلي که نړیوال دا کار نه کوي نو لږترلږه دې د پاکستان له لنډ مهاله حکومت څخه وغواړي چې اوسنی غیرعملي پلان وځنډوي او پرځای دې یې له افغانستان او پاکستان دواړو څخه وغواړي چې په تدریجي ډول د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې موافقه سره وکړي، ترڅو کډوالو د ستنولو بهیر کې د حقوقي او بشري اصولو او معیارونو څخه سرغړونه ونه شي.

د بحران نړیوالې ډلې له نړیوالو مرستندویانو هم غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د عالي کمېشنرۍ په مرسته د افغان کډوالو مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دفتر تیره میاشت په یوه خبرپاڼه کې د بشري بنسټونو د اندیښنو په غبرګون کې ویلي و چې دا حکومت زیانمنوونکو کډوالو د ساتنې په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته ژمن دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کاناډا تیرو دوو اونیو کې له پاکستان څخه له ۱۰۰۰ زیات افغان کډوال انتقال کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*