کاکړ: د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته ۱۶ افغانانو پاکستان کې ځانمرګي بریدونه کړي

د پاکستان د لنډمهاله حکومت صدراعظم انوار الحق کاکړ وایي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په پاکستان کې ددغه هیواد په امنیتي ځواکونو د افغانانو له خوا ۱۶ ځانمرګي بریدونه شوي دي.

انوار الحق کاکړ د بریتانیا د ټیليګراف ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې چې د ډسمبر په ۱۷ (لیندۍ ۲۶) خپره شوې لیکلي چې همداشان په دغه موده کې په سرحدي سیمو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې د ۶۵ نورو افغانانود برخې اخیستلو په اړه معلومات ترلاسه شوي دي.

کاکړ په دغه مقاله کې له پاکستان څخه د غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو د روان بهیر په ترڅ کې افغانستان ته د زیان منونکو افغانانو د شړلو په برخه کې اندیښنو ته په غبرګون کې ویلي چې پاکستان به افغان هنرمندان، خبریالان او د بشري حقونو فعالان له دغه هیواد څخه ونه شړي، خو په دې برخه کې د نورو هیوادونو ملاتړ ته هم اړتیا لري.

کاکړ لیکلي: “هیڅ کوم مسئول حکومت دغسې اندیښنې له پامه نشي غورځولی. کله هم چې مونږ دا مسئلې د افغانستان د سرپرست حکومت (طالبانو حکومت) څېړو هغوی مونږ ته ددې مشوره راکوي چې ” دننه وګورئ” (پاکستان کې). بالاخره مونږ پریکړه وکړه چې د هغوی مشورې ته پاملرنه وکړو او په خپل کور کې ترتیبات برابر کړو.”

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم په دغه مقاله کې ویلي چې په تیرو شاوخوا څلورو لسیزو کې د څلورو او پنځه میلیون ترمنځ افغان کډوال دغه هیواد ورغلي چې لا هم زیات شمیریې په پاکستان کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

کاکړ ادعا کړې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د روان بهیر په ترڅ کې تراوسه د کډوالۍ د قانوني اسنادو لرونکی هیڅ افغان کډوال له هیواد څخه افغانستان ته نه دی شړل شوی.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند تیره ورځ د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په خپل پیغام کې ویلي چې په کارنه ده چې د کډوالو لویه او انساني موضوع ته د سیاسي او د فوري پریکړو له مخې وکتل شي. ملاحسن اخوند ټینګار کړی چې د کډوالۍ له مسلې باید د فشار لپاره کار وانخیستل شي.

ملاحسن اخوند وویل: “د ستنیدلو بهیر باید په عزت او تدریجي ډول پرمخ لاړ شي ترڅو خدای نخواسته په اوږده موده کې د انساني فاجعې، کرکې او د هیوادونو ترمنځ د بې باورۍ سبب نشي.”

کاکړ د بریتانیا د ټیليګراف ورځپاڼې ته لیکلي چې د مثال په ډول پاکستان ته په تیرو څو لسیزو کې په دومره شمیرد قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال ورغلي چې د ایرلینډ د هیواد د ټول نفوس سره برابر دي. هغه ویلي چې پاکستان دغو کډوالو ته د اوسیدلو اجازه نوره ورکول د خپل ملي امنیت په زیان ګڼي.

هغه وايي: “میلمه پالنه د پاکستان په خټه (ډي‌ ان اې) کې نغښتې ده او د کډوالو په اړه د ۱۹۵۱ کال د کنوانسیون د لاسلیک نه کولو سره سره “مونږ په پراخه سینه د کډوالو میلمه پالنه کړې ده، خو اوس ډیر خلک دلته د نورې استوګنې حق نه لري ځکه نو مونږ به خپل قانوني ،اخلاقي اؤ انساني مکلفیتونه ترسره کوؤ.”

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او دغو کډوالو ته یې د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې خپلو هیوادونو ته دې ستانه شي او که د ټاکلي مهلت وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به واستول شي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHRC) د تازه راپور له مخې په پاکستان کې د ۲.۳ میلیونو افغان کډوالو سربیره، چې د اوسیدو اسناد لري ۱.۳۷۵ میلیونه نورافغان کډوال هم د اوسیدلو د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د وروستیو شمیرنو له مخې د سپټمبر د میاشتې له نیمايي څخه وروسته شاوخوا ۳۴۵ زره افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ اټکل کړی چې د راروان ۲۰۲۴ کال د جولای تر میاشتې به له پاکستان څخه ۷۲۰ زره د قانوني اسنادو نلرونکي او ۵۰ زره نور د کډوالۍ د (POR) پیژندپاڼو لرونکي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي.

د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو بنسټونو له پاکستان څخه په ډله ییزاو جبري ‌ډول د افغان کډوالو د ایستلو په پریکړه انتقادونه کړي او له دغه هیواد څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو د پلان د لغوه کیدو غوښتنه کړې، خو اسلام اباد تراوسه د نړیوالې ټولنې دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کاکړ: د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته ۱۶ افغانانو پاکستان کې ځانمرګي بریدونه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*