کراچۍ کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی؛ بلوچستان کې د افغان طالبانو یو “مهم غړی” وژل شوی

د پاکستان د کراچۍ ښار پولیس وايي، د جاپاني وګړو پر موټر د ځانمرګي برید او ډزو په پېښه کې دوه بریدکوونکي وژل شوي او لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي.

کراچۍ ښار کې دا پېښه نن د جمعې په سهار د لانډۍ په مانسهره سیمه کې شوې. پولیسو وايي، دغه جاپاني وګړي په یوه موټر کې سپاره وو او له زمزمه څخه د لانډۍ صنعتي سیمې په نامه ځای ته روان وو.

دپيښې پر مهال رسنیو سره خبرو کې د پولیسو یوه چارواکي اظفر مهيسر وويل، يو ځانمرګي بريد کوونکي دجاپاني وګړو له موټر سره خپل چاودېدونکي‌ توکو ته چاودنه ورکړه خو د هغه په ټکو موټر ترې لېرې و او په کې سپاره خلکخوندي دي.

د نوموړي په وينا، پر همدې مهال له ځانمرګي بريدګر سره ملو وسله والو ډزې پیل کړې، چې په ځواب کې د جاپاني وګړو ساتونکو او سیمې ته نژدې پولیسو هم ډزې کړې دي.

د یاد چارواکي په خبره، د ډزو په ځواب کې برید کوونکي و وژل شول خو د چاپاني وګړو یو ساتونکی او دوه عام وګړي هم ټپیان شوي‌ دي.

له پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې او جاپانيان یې نږدې پولیسو حوزې ته لېږدولي دي.

پوليس وايي، چې د پيښې له ځايه یې یوه تومانچه او د لاسي بمونو ډکه کڅوړه هم تر لاسه کړې ده.

د سېند اعلی وزیر سيد مراد علي شاه د دې پيښې په اړه له پوليس بشپړ رپوټ غوښتی دی.

نوموړی وايي، چې د پوليس لخوا پر وخت ګام پورته کول غوره چاره ده او “د هېواد دوښمنان وخت نا وخت هڅه کوي‌ امنیت خراب کړي خو په هیڅ‌ بیه به اجازه ورنه کړی شي.”

بلوچستان کې د افغان طالبانو پر یو غړي برید

افغانستان

بلخوا د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوان سیمه کې د افغانستان د طالبانو یو مشر مولوي محمد عمر جان اخندزاده وژل شوی دی.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا پېښه غندلې او ستر جرم یې بلل دی. خو دا یې نه دي ویلي چې نوموړی چېرته او څنګه وژل شوی دی.

نوموړي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: “د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانیدونکې علمي ضایعه بولي، د اخندزاده صاحب مرحوم، کورنۍ، خپلوانو او متعلقینوته تسلیت وړاندې کوي. د اسلام د دښمنانو دغه جنایت چې علماء کرام په شهادت رسوي، په کلکه غندي او ستر جرم یې ګڼي.”

د ذبیح الله مجاهد په وینا، ښاغلی اخندزاده په کندهار کې د جهادي مدرسې ښوونکی او د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی هم و. پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

له هغه راهیسې چې طالبان پر افغانستان کې بیا واکمن شوي، پاکستان سره یې اړیکي ترېنګلي ښکاري. د دې اړیکو د خرابېدو یوه مهم لامل په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو ډېرېدونکي بریدونه دي چې پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي له افغانستانه ور اوړي، داسې څه چې د طالبانو حکومت یې بې ځایه ادعا بولي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کراچۍ کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی؛ بلوچستان کې د افغان طالبانو یو “مهم غړی” وژل شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*