پاکستان کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ترانزیتي مالونو خوشې کیدو سره موافقه کړې

د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د پاکستان لنډ مهاله حکومت چارواکو سره ددغه وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوي په کتنه کې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو په ترانزیتي مالونو د بار زرګونو بندو کانټینرونو د خوشې کیدو موافقه کړې ده.

دغه وزارت د جمعې په ورځ نومبر۱۷ ( لړم ۲۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا موافقه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوي او د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ او صنعت د وزیرانو سره د دوه اړخیزو خبرو پر مهال شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: “ناسته کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو ګډون درلود، هوکړه وشوه چې د افغان سوداګرو بند پاتې اموال د کراچۍ له بندر څخه سمدستي ازاد شي”.

د پاکستان حکومت تراوسه ددې غونډې د پریکړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوي د دوشنبې په ورځ د پاکستان او اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون او پاکستاني چارواکو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ اړوند مسلو باندې د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د سه شنبې په ورځ هم د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر جلیل عباس جیلاني سره په اسلام اباد کې په کتنه کې له پاکستان څخه غوښتي و چې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د وارداتي توکو په زرګونو بند کانټینرونه دې پرېږدي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي، پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو په زرګونو کانټینرونه ایسار کړي او د لا زیاتو مالیاتو او محصول غوښتنه کوي، چې افغان سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی چې اسلام اباد ته د طالبانو د حکومت او د خصوصي سکټور په دغه ګډ پلاوي کې شامل دی امریکا غږ ته د جمعې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) وویل چې د سفر پر مهال یې په څو پرله پسې غونډو کې د پاکستان د لنډ مهاله د حکومت د دریو حکمونو په اړه د پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي دي.

ښاغلي الکوزي وویل چې د پاکستان حکومت یوه نیمه میاشت دمخه پریکړه وکړه چې د افغان سوداګرو ۲۱۲ قلمه ترانزیټي توکي ددغه هیواد له لارې په هیڅ ډول ترانزیټ نشي او یو شمیر نور توکي هم باید ۱۰۰ فیصده تضمین شي او هم افغان سوداګر باید لس قلمه نور توکي په پاکستان کې محصول کړي.

د ښاغلي الکوزي د وینا له مخې دا پریکړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ د تړون اپټا په خلاف ده او د افغان سوداګرو ته ډیره په زیان پریکړه وه، چې ددې پریکړې له مخې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو ۴۰۰۰ کانټینرونه بند شو او افغان سوداګرو هره ورځ د ۲۰۰ او ۳۰۰ زرو ترمنځ پاکستان ته ددغو بندو کانټینرونو ډیمرج ورکوه.

ښاغلي الکوزي ددې پریکړې په اړه وویل: “پریکړه په دې وشوه چې ۲۱۲ قلمه منع شوي توکي چې درې سوه او څو شپیته کانټینره کیږي هیڅ اجازه ورنکړل شي [افغان سوداګرو ته] چې بیرته یې یوسي یا د پاکستان په تعرفه یې محصول کړي او په پاکستان کې یې وپلوري. پاتې نورو کانټینرونو ته اجازه ورکړل شوه چې د تیر قانون له مخې محصول یې ورکړل شي او افغانستان ته انتقال شي”.

خان جان الکوزي وویل چې پاکستان ژمنه کړې چې سر د جمعې له ورځې ددې پریکړې مکتوب اړوندو پاکستاني ادارو ته صادر کړي.

خو هغه وویل چې د جمعې په ورځ د کراچۍ بندر کې د کانټینرونو د خوشې کیدو بهیر لا نه دی پیل شوی. هغه هیله وښوده چې د شنبې په ورځ به دا بهیر پیل شي.

پاکستاني چارواکي وايي د افغان سوداګرو سوداګریز مالونه ددغه هیواد له بندرونو څخه له محصول پرته افغانستان ته ځي او بیرته پاکستان ته قاچاق کیږي چې له دې امله پاکستان په میلیونونو ډالر تاوان کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ترانزیتي مالونو خوشې کیدو سره موافقه کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*