کرزي د افغانستان په اړه د امنیت شورا له وروستي پریکړه لیک هرکلی وکړ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو  له هغه پريکړه‌لیک هرکلی کړی، چې څو ورځې وړاندې د دې سازمان د امنیت شورا له لوري د رایو په اکثریت تصویب شو.

کرزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه پریکړه‌لیک د دې ښکارندوي کوي، چې امنیت شورا د افغانستان خلکو یووالي، ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د یوه باثبات او پرمختللي افغانستان غوښتونکې ده.

کرزی د هېواد د پرمختګ او دایمي ثبات لپاره د نجونو او هلکانو زده‌کړې او په چارو کې د ښځو ونډه مهمه یاده ياده کړې او ټينګار يې کړی، چې سرپرست حکومت بايد په نړیواله ټولنه کې افغانستان ته د ځای پیدا کولو لپاره هڅې وکړي .

کرزي زیاته کړې:« دایمي ثبات ته د رسېدو لار او د اوسنیو ستونزو حل د افغانانو خپل لاس کې دي. له ټولو افغانانو او په ځانګړي توګه له سرپرست حکومت غواړم چې په یووالي سره د هېواد د ارامۍ، ابادۍ لپاره کار او په نړیواله ټولنه کې افغانستان ته د ځای پیدا کولو لپاره هڅې وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي:« یو ښه فرصت دی هغه راپور چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي امنیت شورا کې وړاندې کړ، دغه راپور ډېرې مثبتې نقطې لري،چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا هم تائید شو. زه هېله لرم چې موجوده حکومت د افغانستان سیاسيون او په ټوله کې ولس د  دې تائید وکړي ترڅو افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او له نړۍ سره یو سیال او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړ شي.»

ځینې نور بیا وايي، په اوسنیو شرایطو کې افغانستان د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري او افغان لوری باید په خپلو وروستیو سیاستونو کې د افغانستان اسلامي او ملي ارزښتونو پر اساس بدلون راولي او سرپرست حکومت پر دایمي بدل کړي.

دوی وايي، که وضیعت په همدې توګه دوام وکړي او افغانستان به لا پسې انزوا ته لاړ شي، نو ډېر احتمال شته چې د بشري ناورین لمن نوره هم پراخه شي.

خو اسلامي امارت بیا له وړاندې د ملګرو ملتونو وروستي پریکړه لیک ته غبرګون ښودلی او زیاته کړې چې د ځانګړو استازو ټاکل ستونزه نه شي حل کولی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل وايي، له افغانستان سره د لا زیاتې ښکیلتیا په برخه کې د ملګرو ملتونو مثبتو هڅو ستاینه کوي خو په دغه برخه کې یې تګلاره د افغانستان د خلکو پر دیني عقایدو او ملي ګټو استواره ده.

تکل زیاتوي:«  دې ځانګړو استازو د افغانستان او نړۍ په نږدې تاریخ کې نه یوازې دا چې کومه شخړه نه ده هواره کړې بلکې د پردیو نخسو د تحمیل له لارې یې وضعیت لا کړکېچن کړی دی.  په داسې حال کې چې موږ د ملګرو ملتونو له خوا د لا پياوړو او پراخې ښکېلتیا د ټولو مثبتو ټوکو هرکلی کوو. زموږ کړنلاره په ټوله د افغانستان د خلکو نه بدلېدونکي دیني عقایدو، کولتوري ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ ولاړه وي.»

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستان سره د نړیوالي ټولنې تعامل څرنګوالي په تړاو داسې پریکړه لیک تصویب کړ چې په افغانستان کې دشته ننګونو د حل لپاره په کې د نړیوالې ټولنې له ښکېلتیا یادونه شوې.

د دغه پریکړه لیک له مخې، به د ملګرو ملتونو عمومي منشي له امنیت شورا سره په مشورې یوځانګړی استازی ټاکی چې له افغانستان سره به د نړیوال تعامل لپاره دهمغږۍ مسوولیت ولري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرزي د افغانستان په اړه د امنیت شورا له وروستي پریکړه لیک هرکلی وکړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*