کرن ډیکر: د ملګرو ملتونو په ملتیا افغانستان کې د مرستې رسونې بهیر ارزوو

د قطر په پایتخت دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر وايي چې د ملګرو ملتونواو مرسته کوونکو ادارو په ملتیا په افغانستان کې د بشري مرستو د اغیزمنتیا لپاره د مرستې رسونې د بهیر ارزونه کوي.

کرن ډیکر د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۱(کب۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ددې ارزونې هدف د مرستې رسونې په بهیر کې روڼتیا رامنځ ته کول ښودلي دي.

کرن ډیکر لیکلي:” اصلی تمرکز مو په روڼتیا او نظارت دی. افغانې ښځې د توپیر رامینځته کونکې، مدافعینې او د بدلون راوستلو لارویانې دي.”

دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ددې دمخه په افغانستان کې د بشري مرستو په بهیر کې د واکمنو طالبانو د لاس وهنو او په ځینو برخو کې د بشري مرستو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په اړه ځینو نړیوالو سازمانونو راپورونه ورکړي وو.

نړیوال بانک د یکشنبې په ورځ مارچ لسم ( کب ۲۰) په یو راپور کې ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د ملګروملتونو له خوا ۱.۸ میلیارده ډالر په نغد ډول انتقال شوي دي. همداشان د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې یې افغانستان ته د دوه نیمو میلیاردو ډالرو په ارزښت بشري مرستې برابرې کړي دي.

ددې سربیره اروپايي ټولنې او ددغې ټولنې یو شمیر غړو هیوادونو، بریتانیا او جاپان هم په دغه موده کې افغانانو سره بشري مرستې کړي دي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا انتبایوا د مارچ شپږم (کب ۱۶) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه د درې میاشتني راپور د وړاندې ګولو پر مهال وویل چې دغه هیواد کې د بشري مرستو د دوام لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د نغدو ډالرو د انتقال لړۍ لا هم روانه ده، خو میرمن انتبایوا د انتقال شویو پیسو اندازه په ډاګه نه کړه.

دمخه ځینو راپورونو کې ویل شوي چې ملګري ملتونه هره اونۍ افغانستان ته تر ۴۰ میلیونو ډالرو پورې نغدي پیسې انتقالوي، خو دا راپورونه په خپلواک ډول نه دي تائید شوي.

افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې د بشري مرستو د روڼتیا لپاره د مرستو د بهیر د ارزولو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) یوې استماعیه غونډې ته ویلي وو، چې طالبانو د مرسته کېدونکو سازمانو څخه د پېسو د ترلاسه کولو لپاره جعلي موسسې جوړې کړې او خپل خلک د ملګرو ملتونو په ادارو کې ګماري.

مایکل مک کال وویل: “طالبان تر بل هر وخت اوس د امریکا د مالیه ورکونکو له مرستو څخه ډېره ګټه اخلي. هغوی له غیردولتي سازمانونو څخه غلاوې کوي چې خپل جنګیالي شتمن او خپل قدرت غښتلی کړی.”

نوموړي وویل چې طالبان له غیر دولتي ادارو څخه پېسې غواړي. خو هغو امریکايي مقاماتو چې له افغانستان سره د مرسته کېدونکو پېسو څارنه کوي، استماعیه غونډې ته وویل چې دا مرستې په کلکه څارل کېږي چې د طالبانو لاسونو ته ورنشي.

اسیا لپاره د نړیوالو پراختیايي چارو د ادارې مرستیال مایکل شفر وویل: “موږ د مرستو په سپارلو کې د انحراف او مداخلې هڅو ته ډېر ځېر یو. په نړیوالو چارو کې د امریکا د متحده و ایالاتو پراختیایي اداره د امریکایي مالیه ورکوونکو د ډالرو د ناظرې په توګه خپله دنده فوق العاده جدي ګڼي”.

د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال ددغو ادعاو سربیره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ” اوچا” هم د فبرورۍ ۱۵(سلواغې ۲۶) په یو راپور کې ویلي په افغانستان کې د بشري مرستو په بهیر کې يې د ۱۳۷ نوو لاس وهنو راپورونه ثبت کړي دي

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د دغو کړنو له امله مرستو ته اړو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر اغیزمن شوی دی.

اوچا په دې راپور کې ویلي چې د بشري مرستو د رسولو د بهیر په فزیکي چاپیریال کې اکثره دا کړنې له جګړو څخه اغیزمن شویو کسانو ته د مرستو او خدمتونو د چمتو کولو د محدودیت یا ممانعت سبب شوي دي

اوچا ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر او د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې ترمنځ د بشري مرستو په رسولو کې دا ډول لاس وهنو کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې اوچا ویلي: ” په مجموعي ډول د جنورۍ په میاشت کې ۷۵ پروژې د محدودیتونو له امله ځنډول شوي دي” چې ددې له ډلې ۶۰ فیصده پروژې د فبرورۍ تر میاشتې همداسې ځنډیدلې پاتې شوي دي”.

اوچا ویلي چې د جنورۍ په میاشت کې یې د پروګرامونو د پلانولو په برخه کې ۳۹، د کارکوونکو د اسنادو د غوښتنې او حساسو اسنادو په برخه کې ۲۳، د تفاهم لیکونو د لاسلیک د ځنډ په برخه کې ۲۲، د مرستو کوونکو د غوره کیدو په برخه کې لس، د مرستو رسونې په بهیر کې د ښځو د ګډون په برخه کې اته، د کارکوونکو د ګمارنې په برخه کې پنځه، د ارزونې په بهیر کې د لاس وهنې درې او د تدارکاتو په برخه کې د لاس وهنې یوه پیښه په دغه موده کې ثبت کړې ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې د مرستې رسونې په بهیر کې د ښځو د ګډون او ارزونې په برخو کې د محدودیت، د مرستو د ویشلو پر مهال د حضور، روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي، د کارکوونکو د محرم د حضور، نارینه ډاکټرانو ته د ښځینه ناروغانو د تللو او د حجاب د اغوښتلو اړوند د ۲۲ نورو لاس وهنو پیښې یې هم ثبت کړي دي.

طالبانو حکومت چارواکو د مرستې رسونې په بهیر کې د لاس وهنو او خپلو وسله والو ته مرستو د ویشلو په اړه ټول خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې نړیوالې ټولنې دا نقدي مرستې افغانستان ته انتقالوي او هغوی یې په لګولو کې هېڅ ونډه نه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرن ډیکر: د ملګرو ملتونو په ملتیا افغانستان کې د مرستې رسونې بهیر ارزوو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*