کرېکټ: افغانستان اماراتو ته په ماتې ورکولو سره د لوبو لړۍ وګټله

د افغانستان او متحده عرب امارتو تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه کې افغانستان اماراتو ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه او له دې بريا سره يې د لوبو لړۍ په خپل نامه کړه.

اماراتو د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه چې افغانستان په ۱۹ اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د افغانستان لپاره نوين الحق څلور، قيس احمد دری او عظمت الله عمرزي دوې وېکټې واخيستې.

په توپ وهنه کې بيا حضرت الله ځاځي تر ټولو ډېرې ۳۶ منډې وکړې. د ده تر څنګ نجيب الله ځدراڼ ناسوځېدلې ۲۸، لوبډلمشر ابراهيم ځدراڼ ۲۳، رحمان الله ګوربز ۲۰ او عظمت الله عمرزي ۱۶ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لپاره بيا محمد وسيم ۲۷، علي نصير ۲۱ او محمد جواد الله ۱۳ وکړې.

د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د دغو لوبو د لړۍ لومړۍ افغانستان او دویمه اماراتو ګټلې وه.

د نننۍ لوبې لپاره د افغانستان له لوري د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، دروېش رسولي، شرف الدين اشرف، قيس احمد، نوين الحق او فضل الحق فاروقي ولوبېدل.

د دغو لوبو د لړۍ په لومړۍ سيالۍ کې رحمان الله ګوربز په ۵۲ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې چې دا يې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې لومړنۍ سليزه وه.

تر دغو لوبو وړاندې د افغانستان او اماراتو تر منځ دوې يوه ورځنۍ لوبې تمريناتي لوبې وشوې چې دواړه افغانستان وګټلې.

کرېکټ

افغانستان د دغو لوبو د لړۍ له پیلېدو يوه ورځ وړاندې سکواډ اعلان کړ چې د ابراهيم ځدارڼ په مشرۍ په کې رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځي، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، عظمت الله عمرزي، کريم جنت، قيس احمد، نور احمد لکڼوال، نوين الحق او فضل الحق فاروقي ته ځای ورکړل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ د ډسمبر پر ۲۵ مه پر دريو افغان لوبغاړو مجيب الرحمان، نوين الحق او فضل الحق فاروقي يو لړ بنديزونه ولګول خو دوې ورځې وروسته یې د يوې اعلاميې په خپرولو سره نوين الحق او فضل الحق فاروقي ته د متحده عرب اماراتو پر وړاندې لوبډله کې ځای ورکړ.

په ورته وخت کې مجیب الرحمن نن سې شنبې په بېګ باش کې سيالي لرله خو د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا د نه اعتراض يا اجازې نه ورکولو له امله د لوبډلې برخه نه دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ: افغانستان اماراتو ته په ماتې ورکولو سره د لوبو لړۍ وګټله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*