کرېکټ: افغانستان په لومړي ځل نړيواله لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د شل اوريزو لوبو د لړۍ لومړۍ سيالۍ کې افغانستان پاکستان ته په لومړي ځل ماته ورکړه.

پاکستان د نننۍ لوبې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۲ منډې وکړې چې افغانستان په ۱۸ اورو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړې.

په توپ وهنه کې پاکستاني لوبغاړي ښه ونه ځلېدل او وېکټې يې ژر يو پر بل پسې له لاسه ورکړې. عماد وسيم ۱۸، صايم ايوب ۱۷، تايب طاهر ۱۶ او شاداب خان ۱۲ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره محمد نبي دوې، فضل الحق فاروقي دوې، عظمت الله عمرزی، نوين الحق او راشد خان يوه يوه وېکټه واخيسته.

په توپ وهنه کې محمد نبي تر ټولو ډېرې (۳۸) منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ نجيب الله ځدراڼ ۱۷، رحمان الله ګوربز ۱۶ او کريم جنت ۷ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره ځوان لوبغاړي احسان الله چې همدا يې لومړۍ نړيواله لوبه وه په خپل لومړي توپ وېکټه واخيسته او يو بل افغان لوبغاړی يې هم وسوځاوه. د ده تر څنګ نسيم شاه يوه او عماد وسيم يوه وېکټه واخيسته.

کرېکټ

له لوبې وړاندې افغان لوبډلمشر راشد خان د پاکستان خلاف لوبو ته د بشپړ چمتوالي ډاډ څرګند کړ او په وینا یې “لوبغاړي له لیګونو او تمریناتي کمپونو له ښو تجربو سره راغلي.”

راشد خان راتلونکي اسیایي او نړیوالو جامونو ته د لوبډلې د چمتوالي یادونه هم وکړه او ویي ویل له هغې مخکې دا ډول سیالۍ خورا مهمې دي.

د پاکستان لوبډلمشر شاداب خان وویل دغې لوبلړۍ ته له ځوانې او له انرژي ډکې لوبډلې سره راغلی او په وینا یې هیله لري چې ښې لوبې به وکړي.

په همدې ترڅ کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې مرستيال روزونکي رئیس احمدزي ویلي ، د نړیوالې درجه بندۍ لپاره دوی ته دا لوبې خورا مهمې دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ دا لومړی ځل دی چې دری پرلپسې شل اوریزې سیالۍ کېږي ځکه نو دواړه لوبډلې به لږ تر لږه د دوه لوبو ګټلو پوره هڅه کوي چې لوبلړۍ یا خپلمنځي لومړۍ جام پخپل نوم کړي.

اتله لوبډله به د کوم افغان په لاس جوړ لومړی داسې جام تر لاسه کوي چې له افغاني غالیو جوړ دی.

پاکستان په دې لوبو کې بابر اعظم، شاهین اپریدي او محمد رضوان نه دي شامل کړي.

د پلان له مخې د شل اوریزو سیالیو په دې لړۍ کې به درې لوبې کېږي چې دویمه به یې د مارچ پر ۲۶ مه او وروستۍ هغه به یې د مارچ پر ۲۷ مه کېږي.

منبع

8 Comments on "کرېکټ: افغانستان په لومړي ځل نړيواله لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه"

  1. تیم ملی کریکت افغانستان بایدحمایت شود

  2. [email protected] کرکت باید همایت شود تا بتوانیم دست آورد های بهتر داشته باشیم .

  3. تیم ملی کرکت افغانستان پیروز شد و قهرمان شد امید همنطور موفق باشد

  4. باید دگه هم توجو در بیتنگ خود داشته باشد تیم کرکت افغانستان

  5. ملی ټیم حمایت سی پوره تشویق سی چی نړی وال جام وګټی جی موږ په هر ډګر کښی اتلان یو

  6. سلام برنده شدم اما تا به حال به دست نیاوردم

  7. افغانستان اوس تر پخوا قوي شوی ده

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*