کرېکټ نړیوال جام: د پاکستان خلاف د افغانستان ‘سترې او تاریخي بریا’ ته غبرګونونه

د کرېکټ ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د پاکستان خلاف د افغانستان لویه او تاریخي بریا له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

د کرېکټ نړۍ له مشهورو او پېژندل شویواوسنیو او پخوانیو لوبغاړو، مبصرینو او روزونکو رانیولې تر رسنیو، سیاسي او ټولنیزو څېرو او عامو خلکو، د افغانستان پر دې بریا تبصرې کړې او افغانانو ته یې مبارکۍ ویلي دي.

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو په خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو او عکسونو کې ښکاري چې هر ځای ګڼ شمېر خلک سړکونو ته راوتلي او د شپې تر ناوخته اټنونه او خوښۍ کوي.‌

له پلازمېنې کابل او ځینو ولایتونو ان د خوشالۍ د ډزو رپوټونه هم ورکړ شوي.

همدا راز له هېواده بهر مېشتو افغانانو هم د نړۍ ګوټ ګوټ کې دا ستره بریا نمانځلې ده.

دا لومړی ځل شو چې افغانستان د کرېکټ په یوه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته ماته ورکوي.

د نړیوال جام په څېر مهمو سیالو کې او بیا په ډېر ستر توپیر د دې لوبې ګټلو د افغانستان دا بریا نوره هم ځانګړې کړې.

افغانستان له پاکستان سره لومړۍ نړیواله یو روځنۍ لوبه یوولس کاله مخکې د ۲۰۱۲ کال فبرورۍ په متحدو عربي اماراتو کې کړې وه، چې پاکستان په وروستي اور کې وګټله.

له هغې را وروسته دواړه لوبډلې شپږ ځله په یو ورځنیو لوبو کې مخامخ شوې او دا ټولې سیالۍ د پاکستان په ګټه پای ته رسېدلې وې.

خو د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام په دې سیالۍ کې پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه.

او افغانستان دا هدف د ۴۹ اوور په وروستي توپ په داسې حال کې ترلاسه کړ چې یوازې دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

کرېکټ

که له یوې خوا د دې سیالۍ په ټولو برخو کې د افغان لوبغاړو برلاسي ستایل کېږي، خو هممهاله د پاکستان کرېکټ پر ملي لوبډله بیا په کور دننه او بهر نیوکې روانې دي او ډېرو ملاتړو او پلویانو یې په دې لوبه کې په ځانګړې توګه پر کمزورې توپ نیونه (فیلډنګ)، توپ اچونه او مدیریت نیوکې کړې.

پاکستان د کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال اتل پاتې شوی او همدا اوس د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د یو ورځنیو لوبو مخکښو لوبډلو په اعلان شوې ډبلندۍ کې دویم ځای لري.

افغانستان تر دې وړاندې په همدغه نړیوال جام کې د کرېکټ بل نړیوال اتل انګلنډ هم مات کړی و.

دا تر دې دمه لومړی ځل دی چې افغانستان د کرېکټ د یو ورځینو لوبو په نړیوال جام کې دوه لوبې ګټي.

غبرګونونه څه دي؟

Cricket

په غبرګونو کې که پیل د افغان کرېکټ ملي لوبډلې له مخکښ او مشهور لوبغاړي راشد خانه وکړو، نو نوموړي تر بریا وروسته پر خپله اېکس خواله رسنۍ ولیکل چې تر دې نور ښه احساس نشي لرلی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان اصغر افغان دا بریا “خوندوره او زوروره” بللې.

هغه لیکي چې له دې بریا سره نیمه پایلوبې ته د افغانستان رسېدل هم شوني شول.

د کرېکټ نړۍ کې پېژندل شوي نوم، د هند پخواني مشهور توپ وهونکي سچن ټنډولکر لیکلي: “په دې نړیوال جام کې د افغانستان کارکردګي له پامه نشي غورځول کیدای. توپ وهنه کې د دوی ډسپلین، حوصله او جارحانه منډې د دوی سخت کار منعکسوي.”

هغه زیاته کړې چې د توپ اچونې له ښه لاین اپ سره د انګلنډ او پاکستان په څېر پر لوبډلو د دوی بریا ښايي د یوې نوې افغان لوبډلې د راڅرګندېدو ښودنه کوي.

ښاغلي ټنډولکر پای کې د ستاینې ترڅنګ دا هم لیکلي چې د کرېکټ نړۍ دې هر څه ته پام دی.

د هند د ملي لوبډلې بل پخواني لوبغاړي، مشر روزونکي او د کرېکټ‌ مشهور مبصر راوي شاستري افغان لوري ته خطاب کې لیکلي، تاسې د دوو نړیوالو اتلانو،‌ اوسني او مخکیني په ماتولو سره وښوده، چې واقعآ زړور یاست. ښاغلی شاستري زیاتوي “داسې په دې ستر سټېج نړۍ ته خپله وړتیا وښوده.”

د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کرېکټ مبصر عرفان پټان، چې د افغانستان له دې بریا وروسته یې له راشد خان سره لوبغالي کې د خوښۍ د نڅا یوه ویډیو پر خوله رسنیو ډېره لاس په لاس کېږي، لیکلي: “راشد خان خپله ژمنه پر ځای کړه او ما خپله!”

له دغه پیغامه داسې انګېرل کېږي، چې نوموړي به له راشد خان سره د لوبې د ګټلو پر مهال میدان کې د ګډې خوښۍ ښودلو ژمنه کړې وه.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې روان نړیوال جام کې پر انګلنډ د افغانستان له بریا وروسته هم د عرفان پټان د خوښۍ د نڅا یو کلېپ ډېر لاس په لاس شوی و.

Cricket

د کرېکټ له نړۍ راوتلې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر د مرستیال مولوي عبدالکبیر له اړخه د اېکس یا پخواني ټویټر یوه پیغام کې افغان کرېکټ بورډ او ټولو افغانانو ته د دې بریا مبارکي ویل شوې.

هغه ویلي “دې لوبې وښوده چې افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتیاوې لري او بریاوې خپلولای شي او موږ ورته لابریا غواړو.”

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئAccept and continueد ویډیو تشریح،خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای, 8

او د ګڼو نورو افغانانو په څېر پېژندل شوې افغانې سندرغاړې اریانا سعید هم دا د افغانستان د “سپورت د تاریخ تر ټولو ستره بریا” بللې ده.

پاکستان کې تبصرې څه دي؟

کرېکټ

پاکستان کې هم چې کرېکټ پکې تر بلې هرې لوبې ډېر نوم او مینه وال لري، دې ماتې ته غبرګونونه ښودل شوي دي.

د ویسم اکرم، معین علي او شعیب ملک په ګډون ډېرو پخوانیو لوبغاړو پر ځايي تلویزیونونو ژوندۍ خپرونو کې او همدا راز پر خواله رسنیو د دې ماتې له کبله پر خپله لوبډله، لوبغاړو، کرېکټ بورډ او د مدیریت په ټیم توندې نیوکې کړې.

د پاکستان پخواني چټک توپ اچوونکي شعیب اختر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې “ویلو ته هېڅ هم نه لري.”

شعیب اختر د انګلنډ پر وړاندې د افغانستان تر بریا وروسته ویلي و چې “افغان لوبغاړي د اوسني عصر لوبه کوي او ډېر څه ترې زده کېدای شي.”

پېژندل شوي پاکستاني ژورنالیست حامد میر لیکلي “له افغانستانه د ماتې دفاع نشي کېدای.”

هغه د سپورت د برخې بل پاکستاني ژورنالیست سید یحیی حسیني ته د اېکس د یوه پیغام ځواب کې لیکلي “ته هم پر دې پوه یې چې اسیا کپ او نړیوال جام ته لوبډلې څنګه انتخاب شوې.”

ښاغلي حسیني په خپل پیغام کې د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام کې د بنګله دېش او د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام کې د ایرلنډ لخوا د پاکستان د ماتېدو یادونه کړې.‌

د پاکستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې عروج ممتاز لیکلي “دا سیالي د پاکستان د کرېکټ د حقیقت اصلي انځور دی.”

نوموړې له دې کبله نیوکه کړې چې ګوندې د اسیا جام پر مهال رابرسېره شوې کمزورۍ پر ځای پاتې دي.‌

عروج ممتاز ټینګار کړی چې “اروزنه او حساب باید وشي.”

د عزیر یونس په نوم د پاکستانۍ لوبډلې یو ملاتړي او مینه وال بیا ویلي ‘بابر اعظم’ سره له دې لوبې وروسته د دې حق نشته چې ووايي “زه یې ولې وایستم.”

کرېکټ‌

همدلته پاکستان کې بیا د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ د دوو پخوانیو غړو علي وزیر او محسن دوړ په ګډون یو شمېر کسانو افغانستان ته د دې بریا مبارکي ویلې.‌

له پښتونخوا پر خواله رسنیو ځینو خپرو خو ناتایید شویو تصویرونو کې ښکاري چې هلته هم د افغانستان په بریا خوښي ښودل شوې او اتڼونه شوي.

د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې پر پاکستان د افغانستان د بریا ترڅنګ یو بل شی، چې د ډېرو خلک پام ور اوښتی او خواله رسنیو کې یې تبصرې پرې کړي، د ابراهیم ځدراڼ لخوا هغو افغان کډوالو ته د لوبې د غوره جایزې په نوم کېدل وو، چې په دې وروستیو کې په زور له پاکستانه ایستل شوي دي.

د یادونې ده چې دا د کرېکټ د یو ورځنیو لوبو په روان جام کې د افغانستان او پاکستان دواړو پنځمه لوبه وه.

دواړو لوبډلو له خپلو تېرو لوبو دوه دوه ګټلې او درې درې بایللې او دمګړۍ په نوملړ کې یو په بل پسې پنځم او شپږم ځای لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ نړیوال جام: د پاکستان خلاف د افغانستان ‘سترې او تاریخي بریا’ ته غبرګونونه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*