کندهار کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې

0
0

کندهار کې پنجشنبې د ورځې په سهار مارچ ۲۱ (وري ۲) د کابل بانک ودانې سره نږدې په یو ځانمرګي برید کې لږ ترلږه درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ دقیقې یو ځانمرګي بریدګر د کندهار د ښار په لومړۍ حوزه کې د پخوانۍ امنیه قومندانۍ سره نږدې د کابل بانک ودانۍ مخ ته ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د برید پر مهال د کابل بانک مخ ته یو شمیر کسان د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره په کتار کې ولاړ و.

دغې سرچینې وویل چې ټپیان د درملنې لپاره د میرویس روغتون ته انتقال شوي دي. د میرویس په روغتون کې ډاکترانو د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

تراوسه ددغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندهار کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*