کوهاټ کې پر پولیسو برید: “درې پولیس یې وژلي او د ټولپلازې پیسې هم وسله والو وړي

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د پولیسو په پوسته له لاسي بمونو او عصري وسلو سره وسله وال برید شوی چې په کې د درېیو پولیسو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

دا حمله تېره شپه شاوخوا دوه بجې د کوهاټ لاچی سیمه کې ټول پلازې ته نږدې شوې.

د کوهاټ د پولیسو مشر افسر خان فرحان له بي بي سي سره خبرو کې ویلي “په برید کې له پنځو تر شپږو وسله وال ښکیل وو، دوی لاسي بمونه او عصري وسلې لرلې.”

د پولیسو په وینا دې پېښه کې لږ تر لږه درې پولیس او یو بل وګړی ژول شوی او همدا راز برید کونکو د ټول پلازې جمع شوې پیسې له ځانه سره وړي دي.

پولیسو ویلي حمله کونکو لږ تر لږه اتیا زره پاکستانۍ کلدارې له ځانه سره وړي دي.

پاکستان

پاکستان کې د واټونو په سر ګرځیدونکو ګاډو څخه په لویو لارو پیسې اخېستل کېږي او د دې چارې لپاره یې ځای ځای د پیسو ټولولو غرفې چې ټول پلازې ورته وایې جوړې کړې دي.

دا په خیبرپښتونخوا کې په دریو ورځو کې پر پولیسو څلورمه پرلپسې حمله ده.

وړمه ورځ په بنو کې وسله والو د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسیناسیون له ټیم سره پر ملو پولیسو برید کړی وو چې په کې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي وو.

له دې دوه ورځې مخکې د پښتونخوا باجوړ سیمه کې هم د پولیو واکسینو سره پر همکارو پولیسو چادونه کړې وه چې لږ تر لږه پنځه پولیس په کې وژل شوي وو او ۲۲ نور یې ژوبل کړي وو.

په کوهاټ کې د شوي او ځينو نورو بریدونو مسولیت د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي اخیستی دی.

طالبان
د عکس تشریح، باجوړ کې بمي چاودنې پنځه پولیس وژلي، ګڼ نور ټپیان وو

د پاکستاني طالبانو تحریک د یوه بیان له خپرولو سره دې پېښه کې د پنځو پولیسو د وژلو ادعا کړې.

طالبانو له دې ځایه د یو زیات شمېر وسلې د نیولو او وړلو خبر هم ورکړی دی.

پاکستاني طالبانو په خپاره شوې بیان کې ویلي، همدې سیمې ته د مرستندویه پولیسو په روان یوه کاروان یې هم برید کړی چې د وژل شویو پاکستاني پولیسو شمېر ورسره زیاتیدای شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کوهاټ کې پر پولیسو برید: “درې پولیس یې وژلي او د ټولپلازې پیسې هم وسله والو وړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*