کرېکټ کې ډېرې سلیزې؛ کوهلي پنځوس سلیزې پوره کړې او د ټنډولکر ریکارډ یې مات کړ

د هند په ممبۍ کې د کوربه هند او نیوزیلنډ تر منځ د روان نړیوال جام لومړۍ نیمې پایلوبې پر مهال هندي توپ وهونکي کوهلي په یوه بل پسې ښه وځلېدل.

په دغې لوبه کې چې له پچې ګټلو وروسته خپله هند توپ وهنه پیل کړه د دوه لوبغاړو له سلیزو سره کوربه لوبډلې نیوزیلنډ ته د څلورو لوبغاړو له اوټېدو سره د ۳۹۸ سترو منډو هدف کېښود.

په دې لوبه کې لومړی د هند مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي او ورپسې شېریاس لایر سلیزه وکړه خو ویرات کوهلي په دې سلیزې سره د نړۍ په کرېکټ کې داسې ریکارډ جوړ کړ چې تر اوسه یې بل کوم لوبغاړی ویاړ نه لري.

د ویرات کوهلي دا سلیزه په نړیوالو سیالیو کې د هغه پنځوسمه سلیزه شوه او له دې سره یې د وخت د بل مشهور او نامتو لوبغاړي سچن ټنډولکر د ۴۹ سلیزو ریکارډ مات کړ.

کرېکټ

په دې لېست کې نور څوک مخکښ دي؟

کرېکټ

ویرات کوهلي د پنځوس سلیزو ریکارډ په ۲۹۱ یو ورځنیو سیالو کې جوړ کړ په داسې حال کې چې له دې مخکې سچن ټنډوکر په ۴۶۳ سیالیو کې ۴۹ سلیزې جوړې کړې وې.

ویرات کوهلي په دې موده کې ۷۱ پنځوسیزې او ټندوکر بیا ۹۶ پنځوسیزې هم پخپل نوم ثبت کړې دي.

له دې نوې نړیوال ریکارډ سره د هند ویرات کوهلي له پنځوسو سلیزو سره لومړی، د هند سچن ټنډوکر له ۴۹ نړیوالو سلیزو سره دویم، د هند بل لوبغاړی او اوسنی لوبډلمشر روهېت شرما له ۳۱ سلیزو سره درېم، د اسټرالیا پخوانی پیاوړی لوبغاړی ریکي پونټېنګ له ۳۰ سلیزو سره څلورم او د شري لنکا جاسوریا له ۲۸ سلیزو سره پنځم مقام لري.

د سچن ټنډولکر مبارکي

کرېکټ

د هند د کرېکټ پخواني نامتو لوبغاړي چې نن یې د ډېرو سلیزو ریکارډ مات شو د ویرات کوهلي په دې ریکارډ خوښي ښودلي او د (اېکس) په یوه پیغام یې د ویرات کوهلي انځور له خپرولو سره لیکلي، “دا زما لپاره د ډېرې خوشحالۍ ځای دی چې یو هندي لوبغاړي زما ریکارډ مات کړ. او بیا په یو مهم سټیچ-د نړیوال جام سیمې فاینل- او زما خپل میدان کې دې کارنامې دا ریکارډ لا رنګه کړ.”

سچن ټنډولکر ویرات کوهلي ته، ده لومړۍ ورځې هم ور ېادې کړې چې لوبډلې ته راغی او څنګه یې بیا د ده په زړه کې ځای ومونده.

د هغه تر څنګ د افغان لوبغاړو په ګډون ډېرو کسانو ویرات کوهلي ته د دې کارنامې مبارکي وکړې او د ده د لا ځلېدو هیله یې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ کې ډېرې سلیزې؛ کوهلي پنځوس سلیزې پوره کړې او د ټنډولکر ریکارډ یې مات کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*