یوناما ویلي، هرات کې ښځې او ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

یوناما د هرات د زلزلې د ویجاړونکو پایلو په اړه یو راپور خپور کړی او زیاته کړې یې ده چې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۱ مه) وویل چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د ۷مې، ۱۱مې او ۱۵مې نېټې د زلزلې له امله ۲۷۵۰۰۰ کسان اغېزمن شوي چې ۱۷۳۵۸ یې ښځې او ۱۷۱۴۶ یې ماشومان دي.

د هرات د ۶،۳ درجې زلزلې د دغه ولایت د زنده جان او انجیل ولسوالۍ تر ټولو زیاتې ځپلې دي.

راپور وایی، زلزلې د جنسیت پر بنسټ ننګونې زیاتې کړې او د ښځو په مشرۍ دندې یې تر ټولو سخت زیانمنې کړې.

په دغه راپور کې د شمېرو له مخې له ۶۰-۷۰ سلنې اغېزمنو سوداګرو ښځو څخه یوازې ۱۰ سلنه یې بیا کار پیل کړی دی.

سازمان زیاته کړه: “په ښځو باندې غیر متناسب اغیزه (د ښځو د مړینې کچه ۵۸ سلنه) د جنسیت ځواب ورکوونکي نوښتونو او د نفوس د بیلابیلو برخو لپاره مناسب ملاتړ ته اړتیا په ګوته کوي.”

ملګرو ملتونو د هرات د زلزلې د ویجاړونکو اغیزو د بیا رغولو لپاره له نړیوالې ټولنې څخه د ۴۰۲،۹ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یوناما ویلي، هرات کې ښځې او ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*