یونیسف: سږکال ۳.۶ میلیون افغانانو ته د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه معلومات ورکوو

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره “یونسیف” وايي چې افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او ناچاودو توکو د موجودیت له امله په دې برخه کې یو ترټولو ککړ هیواد دی.

یونیسف د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۳۰ ( سلواغې لسم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ټاکل شوې په روان ۲۰۲۴ کال کې درې میلیونو او ۶۰۰ زره افغانانوته د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښونو په اړه د پوهاوي د پروګرامونو له لارې معلومات ورکړي.

دغې ادارې ویلي: “په ۲۰۲۴ کال کې یونیسف په پام کې لري چې ۳.۶ میلیون ماشومان او د ټولنې غړي د پوهاوي د پروګرامونو له لارې د ماینونو او ناچاودو توکو د ګواښونو په اړه معلومات ترلاسه کړي، ترڅو پوه شي چې څنګه د جګړو څخه د پاتې چاودیدونکو توکو د زیان او مړینې مخه ونیسي.”

د ملګروملتونو د شمیرنو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۲.۴ میلیون کسان د معلولیت څخه کړیږي چې ددغو کسانو زیات شمیر یې د ماینونو او ناچاودو توکو د پیښو قربانیان دي.

د “ایم ډي سي” ماین پاکۍ د موسسې رئیس شهاب حکیمي امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي و، چې په افغانستان کې لا هم هره میاشت د ۱۲۰ او ۱۲۵ تنو ترمنځ افغانان د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې مړه او یا ټپیان کیږي.

د ښاغلي حکیمي د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په مجموعي ډول په ۴۵۰۰ ساحو کې چې ۱۵۰۰ میلیونه مترمربع کیږي لا هم ماینونه او ناچاودې توکي شته دی.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې “یونسیف”د تیر ۲۰۲۳ کال په دوبي کې په یو راپور کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو ګواښ د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره چې د څو لسیزو جګړو وروسته خپلو سیمو ته ستنیږي د ” یو ډیر واقعي او دایمي” ګواښ په توګه یاد کړی و.

د سره صلیب د کمیټې “یونسیف” په راپور کې ویل شوي و چې که څه هم په افغانستان کې جنګ سوړ شوی، خو ددې لپاره چې په دغه هیواد کې د ماین پاکۍ پروګرامونه په ” بشبړ ډول موفق” نه و اوس هم ماینونه او ناچاودي توکي د خلکو ژوند ګواښوي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د راپور له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ماینونو او ناچاودو توکو په پیښو کې تلفات زیات شوي دي.

دغې کمیټې ویلي چې په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته ډیرو هیوادونو دغه هیواد سره خپلې مالي مرستې بندې کړي چې دا کار د ماین پاکۍ د پروګرام د بودیجې د کمیدو سبب شوی دی.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویلي چې اوس هم په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو په پیښو کې د تلفاتو د کمیدو لپاره د ماین پاکۍ د پروګرامونو لپاره د نړیوالې ټولنې تخنیکي او مالي ملاتړ ته ډیره اړتیا لیدل کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یونیسف: سږکال ۳.۶ میلیون افغانانو ته د ماینونو او ناچاودو توکو د خطر په اړه معلومات ورکوو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*