یونیسیف: په افغانستان کې د بېوزلۍ لمن په پراخېدو ده

یونیسف په یو راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ د زیاتیدو له امله بشري مرستو ته د اړمنو خلکو شمېر زیات شوی دی.

یونېسف د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې د ۲۰۲۳ کال تر مارچ میاشتې د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو یو راپور خپور کړی دی.

د دغه راپور لمخې، په افغانستان کې د بېوزلۍ ګراف د لوړېدو په حال کې دی او د دغه بنسټ بودجه هم تر ۱۴ برابره زیاته شوې ده.
 

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا و ویل: «دا مرستې هیڅکله اقتصادي ګټه نه لري، ځکه تر هغې چې د افغانستان لپاره پراختیایي پروژې ځانګړې نه شي او له افغانستان سره اقتصادي مرستې و نه شي موږ په افغانستان کې بیوزلي او بېکاري نشو ختمولی.»

اقتصاد وزات بیا په هېواد کې د فقر د ګراف د لوړېدو لامل د اسلامي امارت پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې بندیزونه ګڼي.
د دغه وزارت مسلکي مرستیال طلوع نیوز ته وايي، له افغان ولس سره د مرستندویانو مرستې اغیزناکې دي او په وینا یې باید دوام ومومي.
 

داقتصاد وزارت مسکلي مرستیال عبداللطیف نظري و ویل: «هغه بندیزونه چې په افغانستان لګیدلي، د افغانستان پانګه کنګل شوې، او د نړۍوالو حقونو سره په ټکر کې چې د افغانستان پر بانکي نظام لګیدلي دي، په افغانستان کې بیوزلۍ د کچې د زیاتوالي تر ټولو ستر لامل دی.»

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د مالوماتو لمخې، په ۲۰۲۴ کال کې به‌ په افغانستان کې د ۱۲ اعشاریه ۶ میلیونه ماشومانو په ګډون ۲۳ اعشاریه ۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یونیسیف: په افغانستان کې د بېوزلۍ لمن په پراخېدو ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*