یونېسف افغانستان کې د وضعیت د لاخرابېدو په هکله اندېښمن دی

یونېسف

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وایي، د افغانستان دوه پر درېیمه برخه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او شپږ مېلیونه نور د قحطۍ له خطر سره مخ دي.

د دغه بنسټ مرستیال عمر عابد، د برېټانیې له ای ټي وي نیوز سره مرکه کې وايي چې افغانستان له بدترين بشري کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی او نړۍواله ټولنه باید افغانان هېر نه‌کړي.

هغه ټينګار کوي چې ۲۸ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي عابد زیاته کړه:«له بده مرغه وضعیت مخ پر خرابېدو دی، د ژمي له امله وضعیت ساده نه دی. افغانستان له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی او موږ اړتیا لرو چې له هغوی ملاتړ وکړو.»

ورته مهال ځينې اړمن له مرستندویه بنسټونو غواړي چې له هغوی سره مرسته وکړي.

سفر علي د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو مسوولیت لري او په خپل لاسګاډي سره پر کار بوخت دی. دی وایي، چې د خوراک او پوښاک په برخه کې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.


نوموړي زیاته کړه:«اوس خو کار زیات نه دی مخکې ښه وو هر څه وو خو اوس نشته یوه ورځ ۱۰۰ روپۍ کار وکړ بله ورځ بې کاره یې.»


د کابل اوسېدونکی کریم شاه هم وايي:«له دې مخکې کار کېده، اوس کار نشته، څه خلک بهر ته ولاړل او اوس کار نه کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي هم څرګندوي:«که چېرې په دې برخه کې د نړۍوالو مرسته رسوونکو بنسټونو پاملرنه ونه شي موږ به له یوه ستر اقتصادي کړکېچ سره چې رامنځته شوې ده، دا ناورین به ډېر زور واخلي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي دي، چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په پلېدو سره په افغانستان کې نږدې ۲۵ مېلیون تنه له بې وزلۍ سره مخ دي.

منبع

13 Comments on "یونېسف افغانستان کې د وضعیت د لاخرابېدو په هکله اندېښمن دی"

  1. سلام عرض ادب وقت شما بخیر اینجانت محمد ناصر فرزند عبدالقاهر ضرورت به یکی از بست هلی شما فارغ تحصیل صنف دوازده در این روز های سخت. و ناچار ضرورت به یکی اژ بست های شما

  2. جامعه جهان دارد دروغ میگیه وکدام توجه به افغانستان ندارد، هرچی میگه درحد حرف است نه عمل چون بخاطرامربکا کارمیکنند نه بشیریت ملل متحد خود جاسوس امریکا است. در سدد بنا نمودن اسلام هستند، دین اسلام هیچ مانع برای آموزش ندارد

  3. نوم لیکنه دتش بست په پار

  4. اکنون می خواهم در این بست که شما اعلان کرده اید با توجه به تجربه کاری ام کار کنم

  5. Mohammad Khalid naibi | فبروری 7, 2023 at 12:57 ب.ظ | جواب

    سلام خالد نائبی هستم از ولایت بدخشان ولسوالی کشم و فعلاً در کابل می‌باشم من ار ریخته تکنالوژی طبی از موسسه تحصیلات عالی رازی فارع شدم وفعلاً دی یک کلنیگ خصوصی کار میکنم من میخوام در سازمان یونیسف کار کنم. امیدوار هستم که درین راستا من را همرای کنید ممنون تان میشوم

  6. افغاتستان خالت زیات خرب دی خر ډول مشکیلات شته یغنی خلک خورک لپاره څه نه لری سیاسی مشکیلات شته مرګ امکان بیهی زیات دی خر څوک کولی شی موږ په ډول ډول نامو باندی واژنی موږ غوړو چی موږ سره زیاته همکاری وشی اقتصادی مشکیلات خو بیخی زیات دی کار نشته زده کړی نشو کولی

  7. ما در افغانستان زندگی میکنم شریط افغانستان بسیار خراب هستن ما زیری تحدید هستیم و کار بار هم نستن

  8. سلام من فارغ صنف دوازه هستم از طبقه اناث با وظیفه نیاز دارم

  9. لیسانس فقه و قانون پوهنتون کابل

  10. محمدمسلم حسینی باشنده ولایت فراه دارای تحصیلات عالی درجه لیسانس میباشم

  11. له خدمته مو مننه

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*