
یونېسکو: ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زده کړو محرومې دي
له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو د زده کړو د بندیز ۱۷۸۹ ورځې پوره شوې. له دې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان (یونېسکو) یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو د حق د بېړني او بېقیده بېرته تأمین غوښتنه کړې ده.
د یونېسکو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زده کړو محرومې دي. دې ادارې خبرداری ورکړی، که دا وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د هغو نجونو شمېر چې له لومړنیو زده کړو پورته له زده کړو بېبرخې دي، نږدې څلورو میلیونو ته ورسېږي.
د یونېسکو کارپوهې، هُدی جبریان وویل: «موږ له لومړۍ ورځې راهیسې د زده کړو د بندیز له امله د یوه نسلي تشې د رامنځته کېدو په اړه خبرې کړې دي. زموږ د وروستیو اټکلونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۲.۴ میلیونه نجونې له خپلو زده کړو او منځنیو زده کړو ته له لاسرسي محرومې شوې دي. دا شمېر ښيي، چې د تېر راپور په پرتله ۲۰۰ زره نورې نجونې هم ورزیاتې شوې دي.»
یونېسکو وايي، د زده کړو د محدودیتونو دوام نه یوازې د نجونو د زده کړو فرصتونه کموي، بلکې په اوږدمهال کې به د افغانستان پر بشري ظرفیت او ښوونیز نظام هم اغېز وکړي.
دې ادارې زیاته کړې، چې د دغو محدودیتونو دوام پراخې اقتصادي او ټولنیزې پایلې لرلای شي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې ډېرې کورنۍ د خپل ژوند د اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.
زدهکوونکې، بهشته وايي: «پنځه کاله کېږي چې ښوونځي او پوهنتونونه زموږ پر مخ تړلي دي. زموږ غوښتنه دا ده، چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بېرته پرانیستل شي.»
د ښځو د حقونو فعالې، تفسیر سیاهپوش وویل: «د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې خبرې تل تر شعارونو محدودې پاتې شوې دي. یوازې یې خبرې کړې، خو هېڅکله یې نه دي غوښتي چې د افغانستان د ښځو ترڅنګ ودرېږي.»
اسلامي امارت تر اوسه د یونسکو د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې ویلي، چې د نجونو پر زده کړو لګېدلي محدودیتونه موقتي دي او هڅه کوي، څو د افغانستان د شریعت او فرهنګ په چوکاټ کې د هغوی د زده کړو زمینه برابره کړي.
لومړی نظر وکړئ on "یونېسکو: ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو زده کړو محرومې دي"