یوې جوړې د آی فون۱۴ په خاطر خپل اته میاشتنی زوی خرڅ کړی

یوې جوړې د آی فون۱۴ په خاطر خپل اته میاشتنی زوی خرڅ کړی
یوې جوړې د آی فون۱۴ په خاطر خپل اته میاشتنی زوی خرڅ کړی

د هند په لویدیځ بنگال ایالت کې یوې جوړې د آی فون ۱۴ د پیرلو له پاره خپل اته میاشتنې زوی پلورلی دی. تر دې هم خواشینوونکي خبره دا ده چې دغې جوړې مخکې تر دې د خپلې اووه کلنې لور د خرڅولو کوښښ هم کړی و.

دغه دردونکې پيښه د هند د لویدیځ بنگال ایالت په «چوبیس پرگنه» ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د پولیسو په حواله جی دیو او د هغې ښځې ساتهی گهوش خپل زوی د دې له پاره خرڅ کړ، څو له دې درکه په ترلاسه کیدونکو پيسو ای فون۱۴ وپيرلی شي، او په ټول هیواد کې د سفر پر مهال په انستاگرام کې ريلونه (لنډ ویډیوگانې) جوړ کړای شي.

د پولیسو په حواله د پيښې په اړه د خبر له ترلاسه کولو وروسته پولیسو ساتهي گهوش ونیوله او میړه یې جی دیو په تیښته بریالی شوی دی چې د پولیسو له خوا یې لټون دوام لري.

پولیس ویلي دي چې د دې جوړې او هغې ښځې چې دغه ماشوم یې پيرلی دی پر ضد دوسیه ثبت شوې ده او نوره پروسه هم روانه ده.

خلکو ته څنگه معلومه شوه

کله چې گاونډیان متوجه شول چې د دغې جوړې اته میاشتنې ماشوم د څو ورځو راهیسې لادرکه دی، خو د دوی په چال چلند کې هیڅ ډول خفگان نه احساسیده، بلکې ډیر ډاډمن ول.

سربیره پر دې دواړو خپلو گاونډیانو ته یو نوی ای فون۱۴ ښکاره کړی و چې نږدې ۷۰ زره هندي روپۍ قیمت لري. دا چې دغې جوړې ډیر لږ عاید درلود او پخوا هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او گریوان ول، نو له همدې امله له دوی سره د ای فون۱۴ موجودیت گاونډیان په شک کې واچول.

یو شمیر خلکو په دې اړه سیمه ایز مشاور تارک گوها ته اطلاع ورکړه او هغه بیا پولیسو ته وویل چې په دې اړه څیړنه وکړي.

د پولیسو د تحقیق پر مهال ساتهي گهوش (د ماشوم مور) اعتراف وکړ چې د ای فون۱۴ د پیرلو له پاره یي خپل زوی خرڅ کړی دی. د څیړنو پر مهال دا هم معلومه شوه چې دغې جوړې مخکې تر دې د خپلې اووه کلنې لور د خرڅولو هڅه هم کړې وه.

پولیسو د دې جوړې پر ضد اقامه دعوی ثبت کړې ده. همدارنگه د هغې ښځې چې دا ماشوم یې پیرلی و، پر ضد هم د انساني قاچاق دوسیه ثبت کړای شوې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یوې جوړې د آی فون۱۴ په خاطر خپل اته میاشتنی زوی خرڅ کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*