یو کس د سپینې ماڼۍ د بهرنۍ دروازې سره خپل موټر ټکر کړ

د سپينې ماڼۍ د امنيت اداره وايي، تېره شپه يو تن وروسته له هغه چې د سپينې ماڼۍ بهرنۍ دروازې سره یې خپل موټر ټکر کړ، ساه ورکړه.

دغې ادارې د ایکس په ټولنیزه شبکه باندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې تیره شپه ۱۰:۳۰ بجې یو موټر چې ډیر چټک روان و د سپینې ماڼۍ بهر له دروازې سره ټکر وکړ.

دې ادارې ویلي چې دې پیښې سپینې ماڼۍ ته کوم ګواښ نه دی رامنځته کړی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د سپینې ماڼۍ امنیتي مقاماتو هڅه وکړه چې د موټر چلوونکي سره مرسته وکړي، خو هغه مړ شوی و.

د سپینې ماڼۍ د امنیت ادارې ویاند انتوني ګوګلیلمي ویلي، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي، خو د موټر چلوونکي په اړه هیڅ ډول معلومات نه دي خپاره شوي.

بیا هم د امریکا د ان بي سي تلويزيوني شبکې ويلي، چې موټر چلوونکى يو نارینه دی، خو د هغه د هويت په اړه يې معلومات ندي ورکړي.

د جنورۍ په میاشت کې مقاماتو یو کس نیولی و چې موټر یې د سپینې ماڼۍ له دروازې سره ټکر کړی و.

په وروستیو کلونو کې سپینه ماڼۍ د دا ډول پیښو شاهده وه او دا کار د دې سبب شوی چې د ودانۍ په شاوخوا کې لوړې او قوي موانع رامنځته کړل شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یو کس د سپینې ماڼۍ د بهرنۍ دروازې سره خپل موټر ټکر کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*