
د خراسان ډله غواړي تاریخ جوړ کړي، خو نشي کولای له تقویم سره ځان همګام او برابر کړي
د اسلامي دولت خراسان څانګه غواړي خپل پلویان پر دې باوري کړي چې دا ډله د یوه نړیوال غورځنګ په لومړۍ کرښه کې قرار لري، پېښې له مخکې اټکلوي، له فرصتونو څخه ګټه پورته کوي او د خپلو دښمنانو د راټولېدو ځایونه په هر ځای کې تر برید لاندې راولي.
خو داسې ښکاري چې د دې ډلې د تبلیغاتو برخو ته چا دا ور په یاد کړي نه دي چې تقویم او نېټه وګوري.
له پنځه میاشتني ځنډ وروسته، د اسلامي دولت خراسان څانګه د اگست په پیل کې د خپلې پښتو ژبې مجلې «خراسان غږ» ۴۰مه ګڼه خپره کړه. د دې مجلې په ۸۶ پاڼه کې د امریکا په متحده ایالتونو کې د فوټبال د نړیوال جام پر مهال د انفرادي بریدونو (د یوازو لېوانو د بریدونو) غوښتنه شوې وه.
خو له دې بېخبره چې دا غوښتنه د فوټبال د نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته شوې وه.
پایلوبه (فاینل) د جولای په ۱۹مه ترسره شوې وه. د اگست تر ۵مې نېټې پورې د اتلولۍ جام ورکړل شوی و، ټول نندارچیان خپلو کورونو ته ستانه شوي وو او د نړۍ یو له تر ټولو لویو سپورتي پیښو څخه په بریالیتوب او د بشپړ امنیت په فضا کې پای ته رسېدلې وه.
د حیرانتیا خبره دا ده چې د داعش خراسان څانګه ۱۷ ورځې وروسته له خوبه راویښه شوې وه.
دا موضوع یوازې د یوې ټوکې په څېر د خپرندویه تېروتنې څخه ډېره ها خوا ته ده ؛ دا اشتباه په دقیق ډول هغه انځور په اوبو لاهو کوي چې د دې ډلې تبلیغات یې د جوړولو لپاره ډیزاین شوي دي.
تروریستي تبلیغات په کلکه د داسې یو تصوير په رامنځته کولو پورې تړلي دي چې ګواکې دوی “تحرک او چټکتیا” لري. د داعش خراسان څانګه غواړي د جلب او جذب لاندې احتمالي ځواکونه داسې تصور کړي چې دا بهیر د نړۍ د پیښو له سرعت سره سم مخ په وړاندې ځي؛ فرصتونه پیژني، د خپلو ملاتړو لارښوونه کوي او خپل دښمنان غبرګون ښودلو ته اړ باسي.
د دې پر ځای، له پنځو میاشتو ښکاره چمتووالي وروسته، د دې ډلې مبلغین د یوې ۸۶ پاڼې لرونکې مجلې سره راڅرګند شول چې د داسې یو فرصت لپاره لارښوونې پکښی وې چې نور یې په بهرنۍ نړۍ کې شتون نه درلود.
دا چټکتیا او تحرک نه دی.
بلکه شاته پاتې کېدل او ځنډ دی.
دا وخت ټاکنه په ځانګړې توګه له دې امله د پردې تر شا حقایق افشا کوي چې نړیوال جام کومه ناڅاپه پېښه نه وه. د اسلامي دولت (داعش) ملاتړو د لوبو له پیل وړاندې د ګواښلو هڅه کړې وه؛ په داسې حال کې چې امریکايي چارواکو او د ترهګرۍ پر وړاندی مبارزې شنونکو په میاشتو میاشتو د احتمالي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره پر چمتووالو تېرې کړی وی.
بیا سیالۍ ترسره شوې.
او پای ته ورسېدې.
خو داسې ښکاري چې د اسلامي دولت خراسان د تبلیغاتو څانګه له دې جریانه بېخبره پاتې شوې وه.
د دې مانا دا نه ده چې دا سازمان هیڅ ګواښ نه پیښوي. د داعش خراسان څانګه لا هم د جدي تاوتریخوالي د هڅولو او اسانتیا برابرولو وړتیا لري. خو د دې ګواښ جدي نیول په دې مانا نه دي چې د دوې تبلیغات هم جدي ونیول شي.
کله ناکله تر ټولو ساده مقابل روایت، همدا عیني واقعیت وي.
نړیوال جام راغی. په میلیونونو خلکو پکې ګډون وکړ. د لوبې د پای شپېلۍ وغږول شوه.
او بیا د داعش خراسان څانګه له خپل ګواښ سره راورسېده.
د داسې یو غورځنګ لپاره چې د تاریخ جوړونکې ځواک په توګه د ځان ښودلو په لټه کې یو عجیب وسواس لري، ۴۰مې ګڼې خورا کم رنګه او بې اغیزې انځور وړاندې کړ:
تاریخ د دوې له شتون پرته خپل تګ ته دوام ورکړ.
امواج پرس
لومړی نظر وکړئ on "د خراسان ډله غواړي تاریخ جوړ کړي، خو نشي کولای له تقویم سره ځان همګام او برابر کړي"