سکاټلنډ: نوی مشر وزیر حمزه یوسف څوک دی؟
حمزه یوسف لومړنی رنگين پوستی او مسلمان دی چې د سکاټلنډ د منحل شوي حکومت مشري کوي. هغه ژمنه وکړه چې د سکاټلنډ د خپلواکۍ غورځنګ به په شدت سره پرمخ یوسي خو نوموړی له یوه ویشل شوي ګوند او ټولنې سره مخ دی.
حمزه یوسف لومړنی رنگين پوستی او مسلمان دی چې د سکاټلنډ د منحل شوي حکومت مشري کوي. هغه ژمنه وکړه چې د سکاټلنډ د خپلواکۍ غورځنګ به په شدت سره پرمخ یوسي خو نوموړی له یوه ویشل شوي ګوند او ټولنې سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) خبرداری ورکړی که ژر بودیجه ترلاسه نکړي، په افغانستان کې به نهه میلیون خلکو ته د غذا او خوړو رسول بند شي
د افغانستان مرکزي بانک د یوې نوې لارښوونې له مخې د انفرادي صرافیانو جواز لغو کړی او ویلي یې دي چې ټول صرافان باید تجارتي او یا شرکتي جواز واخلي. خو صرافان شکایت لري چې د تجارني جواز د ثبتولو لگښت ډیر لوړ دی.
داعش په کابل کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ته نږدي دې ځانمرګي برید لږ…
له لوبې وړاندې افغان لوبډلمشر راشد خان د پاکستان خلاف لوبو ته د بشپړ چمتوالي ډاډ څرګند کړ او په وینا یې “لوبغاړي له لیګونو او تمریناتي کمپونو له ښو تجربو سره راغلي.”
جان کیربي ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د تخلیې بهیر د ارزونې کار نږدې بشپړ شوی دی او د اپریل په نیمایې کې به خپور شي. هغه وویل چې د دې رپوټ محرمې برخې به د کانګرس نظارتي کمیټو ته وښودل شي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په تګاب کشم ولسوالۍ کې د لاسيبم د چاودنې له امله اووه ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده
په افغانستان کې حکومتی مقامات ادعا کوي چې د کابل ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې یې د داعش ډلې پر یو پټنځای د علمیاتو په ترڅ کې، د دغې ډلې دری مهم غړي وژلي دي.
د سپيني ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همږغی کوونکی وايي، امریکا ډېر شواهد لري چي ښيي د ایران او روسیې ترمنځ د وسلو راکړه ورکړه روانه ده.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس مایکل مککال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته تر نن چهارشنبې پورې وخت ورکړی