مېرمنې: آلمان دې د افغانانو د رایستلو پروسه چټکه کړي
په برلین کې د افغان مېرمنو یوې غونډې پر آلمان حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې له خطر سره د پاتې افغانانو په انتقال کې دې خپلې هڅې چټکۍ کړي.
په برلین کې د افغان مېرمنو یوې غونډې پر آلمان حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې له خطر سره د پاتې افغانانو په انتقال کې دې خپلې هڅې چټکۍ کړي.
د بنګلهدېش په پلازمېنه ډاکه کې ۱۱ کسان هغه وخت مړه او په لسګونو نور ټپیان شول، چې د یوې تجارتي ساحې د یوه دفتر په ودانۍ کې چاودنه وشوه
د ټویټر ټولنیزې شبکې په زرګونو کاروونکو د دوشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب ۱۵) وویل چې له دغې شبکې څخه بهرنيو ویبسایټونو ته تللای نشي او هغه ویبسایټونه لوستلای نشي.
سعودي عربستان غواړي چې د ترکیې په مرکزي بانک کې به پنځه میلیارده ډالر جمع کړي. ترکیه د بهرنیو اسعارو د زیرمو له کمښت سرمخ ده. په دې اړه یو تړون هم لاسلیک شوی چې په دسمبر میاشت کې دا پیسې وسپارل شي.
په بلوچستان کې ۹ پاکستاني عسکر وژل شوي دي د پاکستان په سويل لويديځ بلوچستان کې د دوشنبې په ورځ یوه حمله کې لږ تر…
د روهنګيا مهاجرو ۲۰۰۰ کورونه سوځيدلي د بنګله دېش په کوکس بازار کې د مهاجرو په یوه کمپ کې د یکشنبې ورځې سترې اورلګېدنې په…
پاکستان کې پولیس د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نیولو هڅه کوي خو په وینا یې “لا نه دي بریالي شوي.”
د بشري حقونو فعالانو د څېړنو په حواله په ایران کې په تېرو دوو میاشتو کې پر ۹۴ کسانو د اعدام سزاوې عملي شوي دي. د سيستماتيکې شکنجې په زور شوي «اعترافونه» د ايران د عدلیې د دې پريکړو اساس بلل شوي.
د ایران د باندنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کي د دغي کړني دلیل د آلمان له خوا «د ایران په کورنیو او قضايي چارو کي غیري مسؤلانه لاسوهنه» یاده کړه.
د امریکا د فدرالي پولیسو مشر چین تورنوي چې د امریکا د هغو هڅو مخه نیسي چې غواړي د کرونا ویروس د خپریدو لامل پیدا کړي. د نوموړي په باور د کوید ۱۹ ویروس د چین د ووهان ښار په یوه لابراتوار کې د یوې حادثې له امله خپور شوی.